فراه کې د ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت د نیالګیو د تولید پروژه بشپړه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵
فراه کې د ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت د نیالګیو د تولید پروژه بشپړه شوه

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي بودجې له مخې د نیالګیو د تولید او ځمکې د چمتو کولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړې، چې په ترڅ کې یې نه یوازې څلور جریبه ځمکه فعاله شوې بلکې لسګونه کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه پروژه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه څه باندې ۱۶۵ زره افغانیو څخه تمویلېدله، د نیالګیو د راتلونکو فصلونو د تولید لپاره اساسي بنسټ چمتو کوي. د پروژې د تطبیق پر مهال څلور جریبه ځمکه د نیالګیو د تولید لپاره اماده شوه، دوه زره متره اوږد جویچه پاکه او فعاله کړل شوه، او شل و پنځه متر مکعب کمپوست هم جوړ شو.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادې پروژې ټول فعالیتونه په بشپړه توګه عملي شوي. د کار د جریان پر مهال ۶۳ تنو کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې د سیمې پر اقتصادي وضعیت یې مثبت اغېز درلود.
د فراه د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د فراه کرنې ریاست تل هڅه کوي خپلې پروژې د ټاکل شوي وخت مطابق بشپړې کړي او بودجه په خپل وخت ولګوي، څو د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره د پام وړ پایلې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت