څلورو شمالي ولایتونو ته د څارویو د څېړنې رییس او ورسره مل پلاوي سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۱
څلورو شمالي ولایتونو ته د څارویو د څېړنې رییس او ورسره مل پلاوي سفر

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د څارویو څېړنې رییس انجینر عبدالولي او ورسره تخنیکي پلاوي د جوزجان، فاریاب، بلخ او بدخشان ولایتونو ته د سفر پر مهال د دغو ولایتونو  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیسانو سره د محلي حیواني نسلونو د ساتنې، جینیټیکي سرچینو د خونديتوب او د څېړنیزو فارمونو د جوړولو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په دې سفر کې د څارویو څېړنې پلاوي د جوزجان د کرنې رییس قاري عبدالغني شریفي، د فاریاب دکرنې رییس مولوي جان‌مراد وقار، د بلخ د کرنې رییس مولوي عبدالحافظ مبین  او د بدخاشان دکرنې رییس مولوي امان الله حسن سره پر مهمو موضوعاتو سلا مشورې وکړې. د لیدنو اساسي موخه د سیمه ییزو حیواناتو د فارمونو ارزونه، د محلي جینیټیکي منابعو ساتنه او په بېلابېلو ولایتونو کې د څارویو د څېړنیزو فارمونو د جوړولو طرحه وه.
انجینر عبدالولي په خبرو کې ووی،ل چې په تېرو ۴۵ کلونو کې پر هېواد راغلي ناورینونه د نورو برخو تر څنګ د مالدارۍ سکتور ته هم درانه زیانونه رسولي او ځینې ملي نسلونه د انقراض له ګواښ سره مخ دي. نوموړي زیاته کړه، چې دکرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي له موجودو فرصتونو په ګټې اخیستو سره په بېلابېلو ولایتونو کې څېړنیز فارمونه جوړ کړي، څو هم د سیمه ییزو نسلونو د ورکېدو مخه ونیول شي او هم د اصلاح او چاپېریالي تطابق له لارې لوړ تولید لرونکي نوي نسلونه رامنځته شي.
د یادو ولایتونو رییسانو د پلاوي هرکلی وکړ، د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ژمنه یې څرګنده کړه او وویل، چې افغانستان د مالدارۍ د پراختیا لپاره مناسب شرایط لري او دا ډول علمي او تخنیکي هڅې به د هېواد د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره اغېزمنې پایلې ولري.


سفر رئیس تحقیقات مالداری و هیئت همراه به چهار ولایت شمال کشور
۱۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس تحقیقات مالداری انجنیر عبدالوَلی، همراه با هیئت تخنیکی به ولایت‌های جوزجان، فاریاب، بلخ و بدخشان سفر کرده و با رؤسای زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت‌ها در مورد حفظ نسل‌های محلی حیوانات، حفاظت منابع جینیاتی و ایجاد فارم‌های تحقیقی بحث‌های همه‌جانبه انجام دادند.
در جریان این سفر، هیئت تحقیقات حیوانی با قاری عبدالغنی شریفی رئیس زراعت جوزجان، مولوی جان‌مراد وقار رئیس زراعت فاریاب، مولوی عبدالحافظ مبین رئیس زراعت بلخ و مولوی امان‌الله حسن رئیس زراعت بدخشان دیدار و در مورد موضوعات مهم مشوره کردند. هدف اصلی این دیدارها ارزیابی فارم‌های محلی حیوانات، حفاظت منابع جینیاتی بومی و طرح ایجاد فارم‌های تحقیقی در ولایت‌های مختلف بود.
انجنیر عبدالوَلی در سخنانش گفت که حوادث و ناورین‌های ۴۵ سال گذشته، در کنار دیگر بخش‌ها، به سکتور مالداری نیز زیان‌های سنگینی وارد کرده و برخی نسل‌های ملی با خطر نابودی روبه‌رو شده‌اند. وی افزود که وزارت زراعت و مالداری در تلاش است از فرصت‌های موجود استفاده کرده و در ولایت‌های مختلف فارم‌های تحقیقی ایجاد کند تا از یک‌سو از نابودی نسل‌های محلی جلوگیری شود و از سوی دیگر از طریق اصلاح و سازگاری محیطی، نسل‌های جدید با تولید بلند به‌وجود آید.
رؤسای ولایت‌های یادشده از این هیئت استقبال کرده، تعهد کامل خود را برای همکاری اعلام نمودند و تأکید کردند که افغانستان ظرفیت خوبی برای توسعه مالداری دارد و چنین تلاش‌های علمی و تخنیکی می‌تواند نتایج مؤثر و مهمی در تقویت سکتور مالداری کشور داشته باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د غوړیو ستره کارخونه پرانیستل شوه؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
په ننګرهار ولایت کې د المعیار په نوم د غوړیو او کنجاړو ستره تولیدي فابریکه رسماً په فعالیت پیل کړی، چې د تیلي نباتاتو د پروسس لوړه وړتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۰
Background image

کندز ولایت کې د یوریا سپرې او د مور پتدار پر وړاندې میخانیکي مبارزې کمپاین پیل شو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز په ولایت کې د یوریا سپرې او د «مور پتدار» آفت پر وړاندې ځانګړی میخانیکي کمپاین پیل شو. یاد پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د غزني د زنخان د قومي مشرانو او د کرنې ریاست مشرتابه ناسته؛ د ستونزو د حل او خدمتونو د پراخېدو ژمنه وشوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د زنخان ولسوالی قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د دې ولایت د کرنې له رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره د یوې مهمې ناستې پر. . .

بازگشت