د میدان وردګو والي؛ د کرنیز کمپلکس په جوړېدو سره په درې زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
د میدان وردګو والي؛ د کرنیز کمپلکس په جوړېدو سره په درې زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي 

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د ميدان وردګو والي ملاخيرالله خيرخواه په مشرۍ ددغه ولايت پانګوالو بزګرانو او بڼوالو ته د مېوو د ضايع کېدو، مخنيوي، ساتنې، پروسس او بازار موندنې په موخه په یاد ولایت کې د کرنیز کمپلکس او سړو خونو محدودالمسؤليته شرکت د تأسیس لپاره معلوماتي کنفرانس ترسره شو.
په دغه کنفرانس کې د ټول ولايت په کچه پانګوالو د بڼوالۍ او کرنې په برخه کې ونډه لرونکو اشخاصو ګډون کړى وو.
ښاغلي خیرخواه د کنفرانس ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل:  «دا چې ميدان وردګ يو کرنیز ولايت دى او خلک يې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ  بوخت دي اما د دوي حاصلاتو ته د مناسب بازار نه شتون او سړو خونو نه مو جودیت، هغه څه وو چې ددغه ولايت بڼوال او کروندګر یې هر کال د خپلو محصولاتو په پلور کې له لويو ستونزو سره مخ کړي وو، له نېکه مرغه نن مو د داسې يو محدودالمسؤليته شرکت د رغونې  تکل وکړ چې کيداى شي ددغه ولايت د بزګرانو، بڼوالو او پانګوالو اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي».
د چارواکو په وینا؛ دغه کرنیز کمپلکس به په ٥٠ جريبه ځمکه کې ورغول شي، چې توليدي کارخونې او د تازه ميوو لپاره سړې خونې به پکې شامل وي. لومړنۍ چارې به یې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت پيل او ټولټال به ورباندې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي، چې په مستقیم ډول به پکې د ٣٠٠٠ کسانو لپاره د کار زمينه  برابره شي.


والی میدان‌وردک: با ایجاد کمپلکس زراعتی برای سه هزار نفر زمینه کار فراهم می‌شود
۱۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادَى‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی خیرالله خیرخواه، والی میدان‌وردک، در رأس یک کنفرانس معلوماتی برای سرمایه‌گذاران، دهقانان و باغداران این ولایت، درباره تأسیس شرکت محدودالمسؤولیت «کمپلکس زراعتی و سردخانه‌ها» به‌منظور جلوگیری از ضایع‌شدن محصولات، نگهداری، پروسس و بازاریابی میوه‌ها، معلومات ارائه کرد.
در این کنفرانس، سرمایه‌گذاران و افراد مرتبط با بخش باغداری و زراعت از سراسر ولایت میدان‌وردک اشتراک کرده بودند.
والی میدان‌وردک در سخنانش گفت:
«از آن‌جا که میدان‌وردک یک ولایت زراعتی است و مردم آن مصروف زراعت، باغداری و مالداری هستند، اما نبود بازار مناسب و کمبود سردخانه‌ها باعث می‌شد باغداران و دهقانان هر سال در فروش محصولات‌شان با مشکلات جدی روبه‌رو شوند. خوشبختانه امروز تصمیم ایجاد یک شرکت محدودالمسؤولیت گرفته شد که می‌تواند مشکلات اقتصادی باغداران، دهقانان و سرمایه‌گذاران این ولایت را تا حد زیادی حل کند.»
به‌گفته مسئولان، این کمپلکس زراعتی در مساحت ۵۰ جریب زمین ساخته خواهد شد که شامل کارخانه‌های تولیدی و سردخانه‌های ویژه نگهداری میوه‌های تازه خواهد بود. مراحل ابتدایی این پروژه با هزینه ۲ میلیون دالر آغاز می‌شود و در مجموع ۲۰ میلیون دالر در آن سرمایه‌گذاری خواهد شد. با تکمیل این پروژه، برای ۳۰۰۰ نفر به‌گونه مستقیم زمینه اشتغال فراهم خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت