لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۷
لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشري په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسسو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د لوګر د کرنې رییس مولوي شیر آقا «پیر حبيب الرحمن» په مشرۍ ترسره شوه، پکې د ولایت مقام، کلیو بیا رغونی او پراختیا رياست، اقتصاد ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د مرستندویه موسساتو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوګر د کرنې رییس «پیر حبیب الرحمن» د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلی «پیر حبيب الرحمن» زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي او همدارنګه وويل چې کرنه د هېواد د اقتصاد په لوړولو کې مهم رول لري، او له مؤسسو څخه یې وغوښتل چې د کرنې، مالدارۍ، ترویج او همکارۍ په برخه کې لا ډېرې همکارۍ وکړي.
ښاغلي پیر حبیب الرحمن زیاته کړه، چې د کرنې د سکتور د اعیار لوړولو لپاره باید معیاري کړنې عملي شي او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو جوړولو او ملاتړ په برخه کې د مؤسسو له لوري لازمې همکارۍ ترسره شي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې ریاست سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت