د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران  دکرنې جهاد وزارت له مرستیالې سره په کابل کې وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۴۳
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران  دکرنې جهاد وزارت له مرستیالې سره په کابل کې وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل کاري دفتر کې د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیالې مریم جلیلي‌مقدم او له مل پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دې ناسته کې، چې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو د بېلابېلو برخو د رییسانو په حضور کې ترسره شوه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاو پر برابرولو، او همدارنګه د دواړو خواوو د متخصصینو ترمنځ د تجربو پر تبادله ټینګار وشو.
دواړو لورو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په برخو کې پر ګډو پانګونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنیکي او عملي همکارۍ به لا زیاتې شي.
دا ناسته د ډالیو په تبادله او د دواړو خواوو له لوري د همکاریو د دوام لپاره د لېوالتیا په څرګندولو سره پای ته ورسېده.


دیدار معین زراعت و مالداری افغانستان با معین وزارت زراعت ایران در کابل
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با مریم جلیلی‌مقدم، معین وزارت جهاد کشاورزی  ایران و هیئت همراهش دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این نشست که با حضور رؤسای بخش‌های مختلف وزارت زراعت دو کشور برگزار شد، بر گسترش همکاری‌های مشترک زراعتی و مالداری، زمینه‌سازی برای صادرات و واردات محصولات دهقانان، باغداران و مالداران و همچنان تبادل تجارب میان متخصصان دو طرف تأکید گردید.
دو طرف در مورد سرمایه‌گذاری مشترک در بخش‌های پنبه، کنجاره، میوه، غله، تولید گوشت و ایجاد فارم‌های مالداری صحبت کرده و تعهد نمودند که همکاری‌های تخنیکی و عملی میان دو وزارت افزایش یابد.
این نشست با تبادله تحایف و ابراز تمایل دو جانب برای ادامه همکاری‌ها پایان یافت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت