د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د مسکو د کرنې پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له څېړنيزو فارمونو لېدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۱
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د مسکو د کرنې پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له څېړنيزو فارمونو لېدنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، چې د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه مسکو ته سفر کړی، د مسکو د کرنې پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له څېړنيزو فارمونو څخه لېدنه وکړه.
د یاد پوهنتون متخصصینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د افغان زده کړیالانو لپاره په دغه پوهنتون کې د زده‌کړو زمینې برابرې کړي او همدارنګه به د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د لنډمهالو څېړنيزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې له اړوندو بنسټونو سره همکاري وکړي.
چارواکي وایي، دغه لېدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو تجربو د تبادلې، د زده کړیالانو د وړتیاوو د لوړولو او د ګډو څېړنيزو طرحو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولري. د افغان پلاوي په باور، دغه همکاري به د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د لېږد او د تولید د ښه مدیریت په برخه کې رغنده اغېزې ولري.


هیئت وزارت زراعت افغانستان از فارم‌های تحقیقاتی زراعت و مالداری پوهنتون زراعت مسکو دیدار کرد
۸ قوس  ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان  که به دعوت رسمی کشور روسیه به مسکو سفر کرده است، از فارم‌های تحقیقاتی زراعت و مالداری پوهنتون زراعت مسکو دیدار نمود. 
متخصصان این پوهنتون به هیئت افغانستان اطمینان دادند که در آینده زمینهٔ آموزش برای محصلان افغانستان  را در این پوهنتون فراهم ساخته و همچنان در ایجاد برنامه‌های کوتاه‌مدت تحقیقاتی در بخش‌های زراعت و مالداری با نهادهای مربوط کشور همکاری خواهند کرد.
مسؤولان می‌گویند این دیدار نقش مهمی در تبادل تجربه‌های زراعتی میان دو کشور، ارتقای ظرفیت محصلان و تقویت طرح‌های مشترک تحقیقاتی خواهد داشت. به باور هیأت افغان، این همکاری می‌تواند در انتقال تکنالوژی‌های نوین زراعتی و بهبود مدیریت تولید نقش سازنده برجا بگذارد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت