لغمان کې د دوو نوو پروژو له لارې ۵۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۱۳
لغمان کې د دوو نوو پروژو له لارې ۵۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د داخلي بودیجې په چوکاټ کې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ دوه پروژې، چې ټول ارزښت یې۸۵۰ زره افغانۍ دی، عملاً پیل شوې.
د یادو پروژو د پرانېستې مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د طبیعي زیرمو آمریت د تخنیکي انجینرانو او د کرنې وزارت د راغلي پلاوي په حضور کې د الینګار ولسوالی د نیم ناني سیمې څخه پیل شو.
دغه پروژې به یوه د الینګار ولسوالی په نیم ناني سیمه او بله پروژه د قرغیو ولسوالی په حسین آباد سیمه کې پلي شي. د دې پروژو له لارې به د نیم ناني سیمې ۱۲۶۷ متره کانال پاک‌کاري ترسره شي او ورسره به په ټولیز ډول پنځه سوه ۵۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د زهکشئ له لارې اصلاح شي.
د یادولو وړ ده، چې زهکشي د ځمکو د اصلاح یوه مهمه تخنیکي عملیه ده، چې په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې ځمکې یې جبه‌زاره وي، د اوبو سطحه پکې لوړه وي او د شولو د کر پرته د غنمو او نورو نباتاتو د کر لپاره مناسبه نه وي. د زهکشي په ترسره کېدو سره له جبه‌زاره ځمکو نه اضافي اوبه ایستل کېږي او دغه ځمکې د نورو کرنیزو بوټو د کر لپاره چمتو کېږي.

در لغمان، با تطبیق دو پروژه جدید، ۵۰۰ جریب زمین جبه‌زاره برای کشت انواع نباتات قابل اصلاح می‌شود
۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
در چوکات بودجه داخلی، دو پروژه زهکشی زمین مربوط به ریاست زراعت ولایت لغمان با ارزش مجموعی ۸۵۰ هزار افغانی عملاً آغاز شد.
مراسم آغاز این پروژه‌ها به هدایت مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت لغمان، و با حضور انجینران تخنیکی آمریت منابع طبیعی و هیأت اعزامی وزارت زراعت، از منطقه نیم‌نانی ولسوالی الینګار برگزار گردید.
قرار است یکی از این پروژه‌ها در منطقه نیم‌نانی ولسوالی الینګار و پروژه دیگر در منطقه حسین‌آباد ولسوالی قرغیو تطبیق گردد. از طریق این پروژه‌ها، ۱۲۶۷ متر کانال در نیم‌نانی پاک‌کاری شده و در مجموع ۵۰۰ جریب زمین جبه‌زاره از طریق زهکشی اصلاح خواهد شد.
قابل یادآوری است که زهکشی یکی از مهم‌ترین مراحل تخنیکی اصلاح زمین است که در مناطقی انجام می‌شود که زمین‌ها جبه‌زاره بوده، سطح آب در آن‌ها بلند باشد و جز برای کشت شالی برای غنم و دیگر نباتات مناسب نباشند. با انجام عملیات زهکشی، آب‌های اضافی از زمین‌های جبه‌زاره خارج شده و این زمین‌ها برای کشت سایر محصولات زراعتی آماده می‌گردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوب، د یاد ریاست د مشرتابه، تخنیکي آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

بازگشت