کندهار کې د درې چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۸
کندهار کې د درې چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ د دغه ولایت په کښته میوند ولسوالۍ د آغامېر او جومن سیمو او همدارنګه د نېش ولسوالی د باغي آغا په سیمه کې د درېیو نوو چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې دي.
د پروژې ټول لګښت ۴۸ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، او چارواکي وايي چې د ۴۵ کاري ورځو په ترڅ کې به دا چکډېمونه په اساسي او معیاري ډول جوړ شي.
د کندهار د کرنې ریاست د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د جوړېدونکو چکډېمونو ظرفیتونه په بېلابېل ډول دي، چې د نېش ولسوالی باغي آغا چکډېم د ۸۰ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او دغه راز د کښته میوند ولسوالی د آغامیر چکډېم  د ۵ زره متر مکعب ظرفیت او ترڅنګ یې د کښته میوند  ولسوالی د جومن دښت چکډېم د ۴.۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
مسؤلین زیاتوي، چې د دغو چکډېمونو جوړول به د باراني اوبو راټولولو او مهارولو، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو، د باراني سیلابونو د مخنیوي، د کاریزونو د پیاوړتیا او د بزګرانو د اوبو د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې یوازې یوه ورځ مخکې د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې هم د کرنې ریاست په هڅو او د اروپایي ټولنې او سیمه‌ییزو خلکو په مالي ملاتړ، د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بل چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې وې.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، چې د دې ډول پروژو پراختیا به د کندهار د کرنې سکتور ته د اوبو په مدیریت کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي او د سیمې د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ورسره په ښه ډول بدلون ومومي.


آغاز کارهای ساختمانی سه چک‌دم جدید در کندهار
۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، کارهای ساختمانی سه چک‌دم جدید در ولسوالی کښته‌میوند در مناطق آغامیر و جومن، و همچنان در منطقه باغی‌آغا ولسوالی نیش آغاز شده است.
هزینه مجموعی این پروژه ۴۸ هزار دالر امریکایی برآورد شده و مسئولان می‌گویند که این چک‌دم‌ها در مدت ۴۵ روز کاری به‌گونه اساسی و معیاری ساخته خواهند شد.
بر اساس معلومات اداره زراعت کندهار، ظرفیت چک‌دم‌ها متفاوت است؛ چک‌دم باغی‌آغا در ولسوالی نیش توانایی ذخیره ۸۰ هزار متر مکعب آب را دارد، چک‌دم آغامیر در کښته‌میوند ۵ هزار متر مکعب و چک‌دم جومن دښت در کښته‌میوند ۴.۵ هزار متر مکعب آب را ذخیره کرده می‌تواند.
مسئولان می‌افزایند که ساخت این چک‌دم‌ها در جمع‌آوری و مهار آب‌های بارانی، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، جلوگیری از سیلاب‌های موسمی، تقویت کاریزها و حل چالش‌های آبی دهاقین نقش مهم خواهد داشت.
شایان ذکر است که یک روز پیش از این، در ولسوالی کښته‌شاولی‌کوټ نیز با تلاش ریاست زراعت و حمایت مالی اتحادیه اروپا و مردم محل، کارهای ساخت یک چک‌دم دیگر به ارزش ۳.۶ میلیون افغانی آغاز شده بود.
ریاست زراعت کندهار می‌گوید که گسترش چنین پروژه‌ها زمینه بهبود مدیریت آب در سکتور زراعت کندهار را فراهم کرده و سبب بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین منطقه خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت