کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۱۳
کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کونړ دکرنې ریاست د کرنیزو خدماتو آمر محمدالله فاروقي په مشرۍ ترسر ه شوه، پکې د کونړ ولایت د یوشمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو او د مؤسسو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کونړ دکرنې ریاست د کرنیزو خدماتو آمر محمدالله فاروقي د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي فاروقي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
نوموړي دچارو دموثر تطبیق او ښې همغږۍ لپاره ځینې اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل:  «دکرنې سکتور اړوند همکارې مؤسسې باید  د مستحقینو د سروې او د مرستو  وېش چارې دې له دغه ریاست سره په ښې همغږۍ او شفافیت سره ترسره او د ولایت په کچه دې متوازن انکشاف رامنځته کړي.»
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
دغه راز ددې غونډې په ترڅ کې د کونړ د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو او مالدارۍ خدمتونو نوي آمرین هم د غونډې ګډوالو ته ور وپېژندل شول
د غونډې په پای کې د کونړ دکرنې رییس د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

بازگشت