کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته حیواني خوراکي توکي ووېشل شو.
دغه مرسته د مالدارانو د معیشت د پیاوړتیا او د څارویو د تغذیې د ښه والي لپاره، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، د یاد دفتر  له خوا برابرې شوې دي.
همدارنګه تر دې وړاندې د مستفید شویو کورنیو لپاره د «داکار» دفتر له‌خوا یو ـ یو راس غوا هم وېشل شوې وه چې د شېدو په تولید او د کورنیو په اقتصادي وضعیت د پام وړ اغېز درلود.
د کندز د کرنې ریاست د همکارو مؤسسو له دوامدارو همکاریو مننه کوي او ټینګار کوي، چې د دهاقینو او مالدارانو لپاره به په بېلابېلو  کرنیزو او مالدارۍ برخو کې د ملاتړ پروګرامونه دوام پیدا کړي.


توزیع خوراکی حیوانی به شماری از مالداران در کندز
۲۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
با همکاری دفتر «داکار» و هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، خوراکی حیوانی میان ۱۴۰ تن از مالداران مرکز و ولسوالی چهاردره توزیع شد.
این کمک با هدف تقویت معیشت مالداران و بهبود تغذیه حیوانات، به ویژه در فصل زمستان، از سوی دفتر یادشده فراهم گردید. پیش‌تر نیز برای خانواده‌های مستفید، یک رأس گاو توسط دفتر «داکار» توزیع شده بود که تأثیر قابل توجهی در تولید شیر و وضعیت اقتصادی خانواده‌ها داشت.
ریاست زراعت کندز ضمن قدردانی از همکاری‌های مستمر مؤسسات همکار، تأکید کرد که برنامه‌های حمایتی در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری برای دهقانان و مالداران ادامه خواهد یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت