د هلمند نوزاد کې پر ۲۲۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۰
د هلمند نوزاد کې پر ۲۲۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او پلان له مخې، د نوزاد ولسوالی پر ۲۲۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
یاده مرسته د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، چې موخه یې د بزګرانو د تولیداتو لوړول، د غنمو د حاصل کیفیت ښه کول او د سیمې کرنیز بنسټونه پیاوړي کول دي.
په ورته وخت کې د نوزاد ولسوالی د کرنې چارواکو وویل، چې د تخمونو او سرو د وېش پروسه د روڼ‌تیا، عادلانه انتخاب او کرنیزو اصولو پر بنسټ ترسره شوه، تر څو هغه بزګران لومړیتوب ترلاسه کړي چې واقعاً ورته اړتیا لري.
د چارواکو په خبره د اصلاح شويو تخمونو کارول به د راتلونکي حاصل په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي او د سمو کرنیزو طریقو په عملي کولو سره به بزګر وکولای شي له خپلو ځمکو لوړ حاصلات ترلاسه کړي.


توزیع تخم اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به ۲۲۰ بزگر مستحق در ولسوالی نوزاد هلمند
۲۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس تلاش‌ها و پلان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی میان ۲۲۰ بزگر مستحق ولسوالی نوزاد توزیع شد.
این کمک با حمایت مالی موسسه داکار انجام شد و هدف آن افزایش تولیدات بزگر، بهبود کیفیت محصول گندم و تقویت زیرساخت‌های زراعتی منطقه اعلام شده است.
مسئولان زراعت ولسوالی نوزاد گفتند که روند توزیع تخم‌ها و کودها مطابق اصول شفافیت، انتخاب عادلانه و رعایت معیارهای زراعتی انجام شد تا بزگرانی که واقعاً نیازمند هستند در اولویت قرار گیرند. به گفته آنان، استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده نقش مهمی در افزایش محصول سال آینده خواهد داشت و با اجرای درست روش‌های زراعتی، دهقانان می‌توانند از زمین‌های خود حاصلات بالاتر بدست آورند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت