کندهار کې لسګونه بزګران د زعفران ګل راټولولو په برخه کې ورزول شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۱۱
کندهار کې لسګونه بزګران د زعفران ګل راټولولو په برخه کې ورزول شول

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د مسلکي انجنیرانو له لوري، د کندهار په پنځو ولسوالیو کې ۷۰ تنه بزګرانو ته د زعفران څخه د ګل راټولولو روزنه ورکړل شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي؛ چې په روزل شویو کسانو کې د نېش، میانېشن، معروف، خاکریز او دامان ولسوالیو بزګران شامل دي، چې د هرې ولسوالۍ ۱۴ تنه بزګرانو ته د زعفران پیاز څخه د زعفران ګل راټولولو، وچولو او ورته برخه کې روزنه ورکړل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې روزل شویو ۷۰ تنه بزګرانو ته، ۶ اوونې وړاندې، د کرنې وزارت په مالي ملاتړ او د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ، د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د زعفران پیاز وېشل شوې وه، چې اوس مهال د یاد زعفران د ګل راټولولو مرحلي ته رسیدلي دي او بزګران تري زیات خوښ دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت