هرات ولایت ته د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۶
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا هرات ولایت ته سفر وکړ.

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا هرات ولایت ته سفر وکړ.
د سفر پر مهال نوموړي د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي عبدالحي شاکر، سره وکتل او د ولایت د کرنیزو فعالیتونو، همکاريو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې اترې ترسره کړې.
همدارنګه په دغه ناسته کې په هرات ولایت کې د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د مستندسازۍ، او همدارنګه د کره، مؤثر او پر وخت اطلاع‌رساني پر اهمیت ټینګار وشو، تر څو د وزارت کړنې او لاسته راوړنې په ښه ډول ثبت او د عامو خلکو او ذینفعانو لپاره څرګندې او د لاسرسي وړ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت