خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري کرنیزو لاروچارو د ترویج په موخه د مرکز او ولسوالیو بزګرانو ته د ۳۰ ننداریزو کروندو د جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او اړینې کیمیاوي سرې ووېشلې.
یاده برنامه د کرنې وزارت د رسمي منظورۍ له مخې عملي شوې چې له مخې یې په ټاکل شويو سیمو کې له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو او سرو مرسته ترسره شوه. د هر بزګر لپاره ۲۵ کیلو ګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلو یوریا او ۲۵ کیلو ډي‌پي  کیمیاوي سره ځانګړې شوې وه.
د توزیع پر مهال د خوست د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، مولوي اسلم خان منیب، بزګرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د ننداریزو کروندو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې د دغو کروندو موخه د کرنیزو حاصلاتو ښه کول، د معیاري تګلارو عامول او د نوې کر کیلې عملي ښودنه ده.
ورپسې د ترویج عمومي مدیر، عبدالسلام همت‌یار، بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې د کر پر مهال د ولسوالی د ترویج مسوولین په جریان کې وساتي، څو هغوی ورته کتاري کرنه او نورې عملي طریقې په معیاري بڼه وړاندې کړي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست له بزګرانو غوښتنه کړې، چې د معیاري کرنیزو لارو چارو په پلي کولو کې جدي پام وکړي، څو د غنمو حاصلات لوړ او د ولایت کرنیز اقتصاد لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت د مرکز او ولسوالیو دعشر او زکات د راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

غزني کې د کانګوتبې د مخنیوي په پار د کنه‌وو ضد کمپاین پيل شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خطرناکې ساري ناروغۍ «کانګو تبې» د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د کنه‌وو او سپږو ضد دواګانو د تطبیق. . .

بازگشت