شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲ ولسوالیو لپاره ۱۰۰ باب شنې خونې د ۱۲ میلیونه او ۱۶۶ زره افغانیو په لګښت جوړاو بزګرانو ته وسپارل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، د دې پروژې چارې له یو کال راهیسې روانې وې او مستفیدین یې بېوزله او اړمن بزګران دي، چې له دغو شنو خونو څخه به د سبو په تولید کې مستقیمه ګټه پورته کړي.
دوی زیاتوي، چې یادې شنې خونې د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژړۍ، خاکریز، لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې جوړې شوې دي. هره شنه خونه د اوبو له یوې لویې زېرمه، لمریزې هیندارې، د اوبو ماشین او د منظم اوبو مدیریت له سیستم سره مجهزه ده، چې د کرنیزو فعالیتونو د اسانتیا او دوام لامل ګرځي.
د شنو خونو جوړول په وروستیو کلونو کې د کرنې د عصري کېدو او د ژمي د فصل لپاره د سبو د دوامدار تولید مهمه برخه بلل کېږي. د شنو خونو له لارې بزګران کولای شي د موسم له محدودیت پرته سابه لکه روميان، بادرنګ، شنې مرچکې او نور کرنیز محصولات تولید او بازار ته عرضه کړي.
شنې خونې نه‌ یوازې د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو لامل کېږي، بلکې د کوکنارو د کښت لپاره عملي بدیل هم ګڼل کېږي. له دغو خونو څخه بزګران د ژمي په موسم کې هم حاصل اخلي، چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې رغنده رول لري.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، د دې پروژې موخه د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول، د معیشت بدیل برابرول، د میکانیزه کرنې پراختیا، او د لیرې پرتو سیمو بزګرانو ته د کار زمینه برابره ده.
له دې سره هممهاله، د کندهار په کچه د ۳۵ نورو شنو خونو د جوړېدو چارې هم ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکو ورځو کې بشپړې او مستحقو بزګرانو ته وسپارل شي.
د دغو شنو خونو له لارې به د کندهار بزګران نه‌ یوازې د ژمي په موسم کې د سبو له نشتوالي سره مخ نه‌ شي، بلکې د خپلو کرنیزو عوایدو د لوړولو ترڅنګ به د کوکنارو له کښت څخه هم مخ واړوي، چې دا به د کرنې د پایدار پرمختګ پر لور یو مهم ګام وي.


سبزخانه‌ها؛ فرصت تازه برای تقویت اقتصادی دهقانان کندهار – ۱۰۰ باب سبزخانه به بهره‌برداری سپرده شد
۲۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به مساعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP)، کار ساخت ۱۰۰ باب سبزخانه در شهر کندهار و ۱۲ ولسوالی دیگر این ولایت تکمیل و به دهقانان تسلیم داده شد. هزینه مجموعی این پروژه ۱۲ میلیون و ۱۶۶ هزار افغانی می‌باشد.
به گفته مسؤولان ریاست زراعت کندهار، کار این پروژه از یک سال بدین‌سو جریان داشت و مستفیدین آن دهقانان نیازمند و بی‌بضاعت‌اند که از طریق این سبزخانه‌ها در تولید سبزیجات به‌گونه‌ مستقیم بهره‌مند می‌شوند.
سبزخانه‌های یادشده در شهر کندهار و ولسوالی‌های دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوایی، ارغنداب، معروف، ژړی، خاکریز، لوړ شاولی‌کوټ و کښته شاولی‌کوټ ساخته شده‌اند. هر سبزخانه به یک ذخیره‌ بزرگ آب، سیستم آبیاری منظم، ماشین آب و پنل آفتابی مجهز است که سهولت و دوام فعالیت‌های زراعتی را تضمین می‌کند.
ساخت سبزخانه‌ها در سال‌های اخیر به‌عنوان گامی مهم در راستای مدرن‌سازی زراعت و تولید پیوسته سبزیجات در فصل زمستان شناخته می‌شود. از طریق این سبزخانه‌ها، دهقانان می‌توانند بدون وابستگی به فصل، سبزیجاتی چون رومیان، بادرنگ، مرچ سبز و سایر محصولات زراعتی را تولید و به بازار عرضه کنند.
سبزخانه‌ها نه‌تنها باعث افزایش عواید دهقانان می‌شوند، بلکه به‌عنوان بدیل عملی کشت کوکنار نیز محسوب می‌گردند. دهقانان با استفاده از این سبزخانه‌ها می‌توانند در فصل زمستان نیز حاصل به‌دست آورند که در بهبود اقتصاد خانوادگی و تأمین امنیت غذایی نقش سازنده دارد.
مسؤولان ریاست زراعت کندهار هدف از این پروژه را بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، فراهم‌سازی معیشت بدیل، توسعه زراعت میکانیزه و ایجاد زمینه کار برای دهقانان مناطق دورافتاده عنوان کرده‌اند.
به‌گفته آنان، هم‌زمان با این پروژه، کار ساخت ۳۵ سبزخانه دیگر نیز در ولایت کندهار ۹۰ درصد پیش‌رفت داشته و قرار است در روزهای نزدیک تکمیل و به دهقانان مستحق تسلیم داده شود.
با بهره‌برداری از این سبزخانه‌ها، دهقانان کندهار نه‌تنها در فصل زمستان با کمبود سبزیجات مواجه نخواهند شد، بلکه در کنار افزایش عواید زراعتی‌شان، از کشت کوکنار نیز فاصله گرفته و این امر گامی مهم در جهت توسعه پایدار زراعت در ولایت کندهار خواهد بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت