پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي لعل محمد ګوهر د همکارو مؤسسو استازو ته هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي له مؤسسو وغوښتل چې د پکتیکا ولایت له اړمنو خلکو سره خپلې مرستې لا زیاتې کړي او د دوامدارو پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره منظم پلانونه عملي کړي.
د پکتیکا دکرنې رییس د مؤسسو چارواکو سره د اصولي همکارۍ او دوامداره اړیکو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کرنې ریاست به د مؤسسو له هڅو او خدمتونو هرکلی کوي.
په غونډه کې د کرنې ریاست د بېلابېلو آمریتونو آمران، د پلان او برنامو مدیر، او د همکارو مؤسسو ولایتي مسؤلین (اکشن‌ایډ، ټیلو، هیلتو او «آر.آر.اې.اې» ګډون درلود. ګډونوالو خپل راپورونه، نظریات او راتلونکي پلانونه له حاضرینو سره شریک کړل.
په پای کې، همکارو مؤسسو د خپلو شته امکاناتو له مخې د همکارۍ ژمنه تازه کړه او څرګنده یې کړه، چې د پکتیکا د اړمنو خلکو د ملاتړ او د کرنیزو خدمتونو د پراختیا لپاره به خپلې هڅې نوره هم زیاتې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت