دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د(یو.ان.ډي.پي)  چارواکو د خپلو ترسره شوو فعالیتونو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې په راتلونکو پلانونو کې به د اوبو مدیریت، اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نورو اړینو برخو کې خپلې همکارۍ نوره هم پراخې کړي.
یادو مسؤلینو زیاته کړه، چې بزګرانو ته به تشویقي ټول‌کټونه، اړین وسایل او مواد ووېشل شي، او د دوی د برنامې له لارې به اصلاح شوي تخمونه په نیمه بیه بزګرانو ته برابرېږي. همدارنګه، هغوی څرګنده کړه، چې د کندهار د کډوالو له مؤسسې سره د نوي قرارداد له لاسلیکېدو وروسته به د کرنې په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
راغلي پلاوي له د هلمند د کرنې ریاست څخه د دوامدارې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د هلمند د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج د پلاوي هرکلی وکړ او د دوی د برنامو د پلي کولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي وویل، هلمند ولایت د کرنې په برخه کې بنسټیزو او پایدارو پروژو ته بې‌سارې اړتیا لري، او دا ریاست به هڅه کوي چې له نړۍوالو مرستندویانو سره اغېزمنه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د ولایتي ادارې په همغږۍ به له ټولو مرستندویو مؤسسو سره ګډ کار ته دوام ورکړي، څو د کرنیزو خدماتو کیفیت لا لوړ شي.
مولوي وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) له چارواکو وغوښتل چې د تولیدي شرکتونو او کمپنیو سره خپله بلاعوضه همکاري زیاته کړي، څو هلمند د کرنیزو محصولاتو په برخه کې پر ځان‌بسیا شي.
په پای کې، دهلمند دکرنې رییس له راغلي پلاوي وغوښتل، چې د هلمند ولایت په کرنیزو او پرمختیايي چارو کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي، تر څو د دې ولایت د بزګرانو او تولیدي سکتور په وده کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د کلني علمي پایلو راپور ورکولو کنفرانس پیل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ ریاست د تجربو او څېړنو د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د کلني علمي پایلو د راپور ورکولو کنفرانس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۸
Background image

د لغمان مهترلام کې د غنمو ننداریزو کروندو څخه د کرنې وزارت د چارواکو لیدنه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د غنمو د ننداریزو کروندو د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله له لوري د یاد ریاست. . .

بازگشت