کابل کې پر یوشمېر کورنیو د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۶
کابل کې پر یوشمېر کورنیو د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانۍ ادارې «آر.آر.اې.اې» په همکارۍ «په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» تر نوم لاندې پروژه پلي کوي، چې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي.آر.سي» له‌خوا تمویل شوې ده.
یاده پروژه د کابل ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې عملي کېږي. د پروژې د پلان له مخې، د دې موسسې له لوري له ۳۱ هغو ګټه اخیستونکو سره، چې سروی یې له وړاندې ترسره شوې وه، د چرګانو د مرغانچې د جوړولو اسباب او د حفظ‌الصحې کټونه ووېشل شول.
په وېشل شوي پکیج کې هر ګټه اخیستونکي ته یوه دروازه، یوه کړکۍ، درې تیران، درې دانه‌خوري، درې آب‌خوري، یوه ناوه، یو د هوا ایستلو پایپ، او د حفظ‌الصحې په برخه کې یو جوړ محافظتي کالي، یو پیشبند، یو جوړ دستکشې، یو جوړ بوټان او یو بکس ماسکونه شامل وو.
د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په دوام کې همدغو ګټه اخیستونکو ته چرګې، دانه او د درملو کټونه هم ووېشل شي، تر څو د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د چرګ پالنې د ودې زمینه نوره هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت