ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو ولسواليو د طبق او کانګو وینه بهوونکي ناروغيو مخنیوي او ټایپ معلومولو په موخه ۵۰ نمونې واخیستل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د مسلکي وټرنر ډاکټرانو له لورې د طبق ناروغۍ د ټایپ معلومولو لپاره ٣٠ او د کانګو ناروغۍ مخنیوي ٢٠ نمونې د هغو څارویو څخه واخیستل شوې، چې په ناروغیو اخته و.
نوموړي زیاته کړه، چې د وینې نمونې د لا ښې څیړنې په موخه به مرکزي لابراتوار ته واستول شي. 
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا، د لبني محصولاتو زیاتوالي او د کورنیو ځان بسیاینې په موخه هر کال زرګونه څارویو ته د بېلابیلو ناروغیو مخنیوی واکسینونه تطبیقوي، چې د وینې د نمونو اخیستل او ټایپ معلومول به د ناروغیو په کنټرول او ښه تشخیص کې د وترنر داکترانو سره لا ډېره مرسته وکړی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت