خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې د کرنې د پرمختګ، د خاورې د غني کولو او د کرنیز ځانبسیاینې پر ارزښت ټینګار وکړ او له بزګرانو یې وغوښتل، چې د اصلاح شويو تخمونو له کرکېلې څخه ښه ګټه واخلي، څو د ولایت اقتصاد ته وده ورکړي.
یادو چارواکو وویل، چې دغه تخمونه د معیاري کرنې د اصولو له مخې وېشل کېږي، او له بزګرانو یې وغوښتل چې د اصلاح شويو تخمونو د کرکېلې پر مهال د سمو کرنیزو لارو چارو پيروي وکړي، څو هم د حاصل کچه لوړه شي او هم د کیفیت سطحه ښه شي.
د خوست دکرنې ریاست دغه راز زیاته کړه، چې په ټولیز ډول ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې ۵۰ ټڼه دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي
ددې پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته اصلاح شوی د غنمو تخم ورکول کېږي، چې دا ټول د معیاري کرکېلې د هڅونې او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه بزګرانو ته وېشل کېږي.


توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای صدها دهقان در ولایت خوست آغاز شد
به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی و ترویج کرنی معیاری در ولایت خوست، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای صدها دهقان به‌گونه رسمی آغاز گردید.
در مراسم افتتاح این برنامه، مسئولان ریاست زراعت خوست بر اهمیت پیشرفت زراعت، غنی‌سازی خاک و دست‌یابی به خودکفایی زراعتی تأکید کرده و از دهقانان خواستند تا از کشت تخم‌های اصلاح‌شده به‌صورت مؤثر استفاده کنند تا اقتصاد ولایت رشد نماید.
مسئولان افزودند که این تخم‌ها مطابق اصول کرنی معیاری توزیع می‌شوند و از دهقانان خواستند در هنگام کشت تخم‌های اصلاح‌شده، روش‌های درست زراعتی را به‌کار گیرند تا هم میزان حاصلات افزایش یابد و هم کیفیت آن بهبود پیدا کند.
ریاست زراعت خوست همچنان اعلام کرد که در مجموع ۵۰ تُن تخم اصلاح‌شده گندم در مرکز و سه ولسوالی این ولایت توزیع می‌گردد.
در چارچوب این برنامه، برای هر دهقان تخم اصلاح‌شده گندم توزیع می‌شود تا زمینه تشویق به زراعت معیاری و افزایش حاصلات زراعتی فراهم گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت