د هلمند بولان څېړنیز فارم؛ د هېواد په سوېل کې د کرنیزو نوښتونو، روزنې او پرمختللو څېړنو مرکز
۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د بولان څېړنیز فارم، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سترو فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال یې د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج په برخو کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي او د پاموړ لاستهراوړنې یې لرلې دي.
د دغه فارم یو مسلکي مدیر عبدالمنان امیري وایي، سږکال د کرنیزو او بڼوالۍ اړوند لسګونو نباتاتو لکه غنم، جوار، سویا، مۍ، مالوچ، کونځلې، ممپلي، شفتالو، مڼه، انار، انګور، انځر، سابه او صنعتي نباتاتو باندې څېړنې شوې دي، چې مهمې او ارزښتناکې پایلې یې لرلې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د فارم شاوخوا ۷۰ جریبه ځمکه د کرنې وزارت د مستقیمو څېړنو لپاره کارول کېږي او ۱۴۰ جریبه نوره ځمکه د تخم د تولید او څېړنې په موخه خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوې ده. په دغو ځمکو کې اصلاح شوي او تصدیقشوي تخمونه تولید شوي، چې د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې یې اغېزمنه ونډه لرلې ده.
د پنبې د څېړنو په برخه کې، د دې نبات پر ۱۷ بېلابېلو ډولونو څېړنه شوې ده، چې له هغې ډلې د «سلطان» ډول او له ازبکستانه راوارد شوي تخمونه تر ټولو ښه پایله ورکړې ده. همدارنګه، ۱۰۰ کیلوګرامه خالص د پنبې تخم هم تولید شوی دی.
د یاد فارم چارواکي وایي، راتلونکی کال به د عدس، زغر او نخودو په نباتاتو څېړنې ترسره شي، څو د پایلو له تثبیت وروسته، یاد نباتات بزګرانو ته معرفي شي.
له څېړنیزو فعالیتونو سربېره، د بولان فارم د بزګرانو، د پوهنتون زده کړیالانو او د کرنې د انسټیټیوټونو زدهکوونکو لپاره د عملي زدهکړو زمینه هم برابره کړې ده. سږکال ۹۰ بزګرانو، ۶۰ د پوهنتون زده کړیالانو او ۱۷۶ د انسټیټیوټ زدهکوونکو ته د اوبولګولو، تخمشیندنې، ښاخهبرۍ، سرې ورکولو، حاصلاتو راټولولو او بازار ته د انتقال په برخو کې عملي روزنې ورکړل شوې دي.
د چارواکو په وینا، د بولان څېړنیز فارم، چې مساحت یې ۲۷۸ جریبه ځمکه ده، تر دې دمه پر ۲۷ ډوله غلو څېړنې ترسره کړي او ۱۳ ننداریزې کروندې یې د بزګرانو د عملي روزنې او تجربې لپاره جوړې کړې دي.
د یاد فارم د فعالیتونو اصلي موخه د بزګرانو د ظرفیت لوړول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، او د معیاري کرنیزو لارو چارو او فارممدیریت د ترویج پیاوړتیا بلل شوې ده.
فارم تحقیقاتی بولان هلمند؛ مرکز نوآوری، آموزش و تحقیقات پیشرفته زراعتی در جنوب کشور
۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادیالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
فارم تحقیقاتی بولان ولایت هلمند، بهعنوان یکی از فارمهای بزرگ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کشور، در سال جاری فعالیتهای گستردهای در بخشهای تحقیق، آموزش و ترویج زراعتی انجام داده و نتایج قناعتبخشی را بهدست آورده است.
به گفته عبدالمنان امیری، یکی از مدیران متخصص این فارم، در سال جاری روی دهها نوع نباتات زراعتی و باغداری از جمله گندم، جواری، سویابین، ماش، پخته، کنجد، ممپلی، شفتالو، سیب، انار، انگور، انجیر، سبزیجات و نباتات صنعتی تحقیق صورت گرفته و دستاوردهای ارزشمندی بهدست آمده است.
او افزود که در حدود ۷۰ جریب زمین مربوط فارم برای تحقیقات مستقیم وزارت زراعت استفاده شده و ۱۴۰ جریب دیگر برای تحقیقات و تولید تخم به سکتور خصوصی اجاره داده شده است. در این زمینها تخمهای اصلاحشده و تصدیقشده تولید گردیده که نتایج آن در افزایش حاصلات نقش مؤثر داشته است.
در بخش تحقیقاتی پخته، روی ۱۷ نوع مختلف این نبات تحقیق صورت گرفته که از جمله نوع «سلطان» و تخم وارداتی از ازبیکستان بهترین نتیجه را دادهاند. همچنین ۱۰۰ کیلوگرام تخم خالص پخته تولید شده است.
به گفته مسئولان فارم، در سال آینده تحقیق روی عدس، زغر و نخود در دستور کار قرار دارد تا پس از تثبیت نتایج، به دهقانان معرفی شود.
در کنار فعالیتهای تحقیقی، این فارم زمینه آموزش عملی را برای دهقانان، محصلان پوهنتون و انستیتوتهای زراعت فراهم ساخته است. در جریان سال، برای ۹۰ دهقان، ۶۰ محصل پوهنتون و ۱۷۶ محصل انستیتوت زراعت آموزشهای عملی در بخشهای آبیاری، بذرپاشی، شاخهبُری، کوددهی، برداشت و انتقال محصولات به بازار برگزار شده است.
به گفته مسئولان، فارم تحقیقاتی بولان که مساحت آن به ۲۷۸ جریب زمین میرسد، تا کنون روی ۲۷ نوع غله تحقیق نموده و ۱۳ قطعه نمایشی را بهمنظور نمایش و آموزش عملی برای دهقانان احداث کرده است.
هدف از فعالیتهای این فارم، ارتقای ظرفیت دهقانان، افزایش تولیدات زراعتی و ترویج روشهای معیاری کشت و مدیریت فارمها عنوان شده است.
