د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه
۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې لهخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه.
د پروژې د پرانېستې مراسم د یادو ولسوالیو د ولسوالانو، د کرنې ریاست د استازو، د بېلابېلو ادارو د رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او په سلګونو کاریګرو په ګډون ترسره شول.
دغه پروژه، چې د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي، په دواړو ولسوالیو کې به ۱۲۱۰ کورنیو او لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه برابره کړي. د پروژې له مخې، هرې کورنۍ ته به د میاشتې کار په بدل کې ۶۴۰۰ افغانۍ ورکړل شي.
په دې پروژه کې ۹ کیلومتره سړک به هموار، پراخ او تپککاري پرې ترسره شي، څو د کرنیزو محصولاتو انتقال او د ژمي په موسم کې تګ راتګ اسان شي. د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره به ۱۸۲ متره د ګبیون دیوالونه د ۴ مترو په پراخوالي او ۵ مترو په لوړوالي جوړ شي.
په جانیخیل ولسوالی کې به ۵۰۰ متره اوبو لګولو کانال، د ۲۷۰۰ متره مکعب په ظرفیت یو د اوبو زېرمه، ۴۰۰۰ ترانچونه او د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي د کاریزونو پاککاري ترسره شي. سربېره پر دې، د پسرلي په موسم کې به ۲۰۰۰ مېوهدارې او ۳۰۰۰ غیر مېوهدارې ونې کښېنول شي.
د دواړو ولسوالیو ۱۴۸ بزګرانو ته به د درې میاشتو مسلکي روزنه ورکول کېږي، او ورسره به اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د کرنې اړوند وسایل (د درمل شیندنې پمپ، بیل، کولنګ، اره، قیچي، بټی او محافظتي بستې) هم ووېشل شي.
همدارنګه، ۴۰ کورنیو ته به د خوراکي موادو د پروسس په برخه کې روزنه ورکول کېږي او اړوند وسایل، په شمول کوچني لمریز وچوونکي، ورکول کېږي. ۱۱۰ کورنیو ته به د چرګانو پالنې روزنه ورکړل شي، چې هرې کورنۍ ته به د ۳۰ عدد چرګان، خوراک، څښاک لوښو او جالۍ لرونکی کېټ ورکړل شي.
د دواړو ولسوالیو اوسېدونکو ته به د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي او په هره ولسوالی کې به ۸ داني شنې خونې هم جوړې شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې له لارې به هره میاشت د «ډبلیو.اف.پي» له لوري ۷.۳ میلیونه افغانۍ د کار په بدل کې کورنیو ته ورکړل شي، ترڅو د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ، د خوړو خوندیتوب او ځانبساینې فرهنګ هم پیاوړی شي.
آغاز رسمی پروژه تأمین امنیت غذایی در دو ولسوالی ولایت پکتیکا
۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادیالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در دو ولسوالی «گومل» و «جانیخیل» ولایت پکتیکا، پروژه تأمین امنیت غذایی به ارزش ۱.۳ میلیون دالر امریکایی رسماً آغاز شد. این پروژه از سوی مؤسسه «هیلتو» با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP) و تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا تطبیق میشود.
مراسم افتتاح این پروژه با حضور ولسوالان گومل و جانیخیل، نمایندگان ریاست زراعت، رؤسای ادارات مختلف، علمای کرام، بزرگان قومی، جوانان و صدها کارگر برگزار گردید.
پروژه متذکره با هدف تقویت امنیت غذایی در این دو ولسوالی تطبیق میشود و برای ۱۲۱۰ خانواده و دهها کارگر زمینه کار فراهم میسازد. بر اساس طرح پروژه، هر خانواده در بدل یک ماه کار، مبلغ ۶۴۰۰ افغانی دریافت خواهد کرد.
در چارچوب این پروژه، ۹ کیلومتر سرک هموار، عریض و تپککاری میشود تا انتقال محصولات زراعتی و رفتوآمد در فصل زمستان تسهیل گردد. همچنان، برای جلوگیری از خسارات ناشی از سیلابها، ۱۸۲ متر دیوار گبیونی به عرض ۴ متر و ارتفاع ۵ متر ساخته میشود.
در ولسوالی جانیخیل نیز ۵۰۰ متر کانال آبیاری، یک ذخیرهخانه آب با ظرفیت ۲۷۰۰ متر مکعب، ۴۰۰۰ ترانچ و پاککاری کاریزها در طول ۱۰۰۰ متر عملی میگردد. علاوه بر این، در فصل بهار ۲۰۰۰ اصله درخت میوهدار و ۳۰۰۰ اصله درخت غیر میوهدار غرس خواهد شد.
به ۱۴۸ دهقان از هر دو ولسوالی آموزشهای مسلکی در مدت سه ماه داده میشود و در کنار آن، تخمهای اصلاحشده، کودهای کیمیاوی و وسایل زراعتی مانند پمپ ضد آفات، بیل، کلنگ، اره، قیچی، بُتی و بستههای محافظتی نیز توزیع میگردد.
همچنین، برای ۴۰ خانواده آموزش در بخش پروسس مواد غذایی همراه با وسایل مورد نیاز، از جمله خشککنهای آفتابی کوچک، فراهم میشود. به ۱۱۰ خانواده نیز آموزش در بخش پرورش مرغ داده میشود و هر خانواده ۳۰ عدد مرغ، مواد خوراکی، ظروف آب و غذا و یک بسته کامل شامل جالی دریافت میکند.
برای باشندگان هر دو ولسوالی برنامههای آگاهیدهی عامه در مورد تغذیه سالم برگزار میشود و در هر ولسوالی ۸ باب خانه سبز (گرینهاوس) نیز احداث خواهد شد.
بر اساس معلومات ریاست زراعت پکتیکا، از طریق این پروژه، هر ماه مبلغ ۷.۳ میلیون افغانی از سوی برنامه جهانی غذا (WFP) به خانوادههای مستحق در بدل کار پرداخت میشود تا علاوه بر تقویت اقتصادی مردم، فرهنگ امنیت غذایی و خودکفایی نیز در این مناطق گسترش یابد.
