د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې په موخه سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د ځمکو د معلوماتي سیستم او ځمکو بانک رییس حفیظ‌الرحمن ثاقب، د سمنګان ولایت د کرنې رییس مفتي هدایت‌الله ولید، د سمنګان ولایت مرستیال مولوي دادخدا، د عدلیې رییس مولوي محمد نظر فایق، د سرچینو د تنظیم آمر مولوي محمود صدیقي او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی و.
د یاد پلاوي د سفر موخه د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې او تشخیص بهیر د عملي کېدو ارزونه وه، چې د دغه پلاوي په همغږۍ سره به د سیمې د قدرتي سرچینو د ساتنې او د مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره ترسره شي.
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره داسې فرصت رامنځته شوی، چې د هېواد د آبادۍ، د امارتي ملکیتونو د خوندیتوب او د ملي شتمنیو د مدیریت په برخه کې ګډې هڅې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، یاد پروګرام د شمال زون په یو شمېر ولایتونو کې په شفاف ډول پای ته رسېدلی او هیله ده چې دا لړۍ د دقت، مسؤلیت او تخنیکي اصولو په رعايت سره په نورو ولایتونو کې هم بریالۍ بشپړه شي.
ورپسې د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل هم خبرې وکړې او له ټولو تخنیکي ټیمونو څخه یې د نه‌ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه. نوموړي وویل، د څړځایونو دا سروې به د بې‌ځایه شخړو او انساني تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ، د څرځایونو د پیاوړتیا او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل هم شي.
په پای کې د سمنګان ولایت مرستیال، د کرنې رییس او نورو مسؤلینو د پروګرام د تطبیق ملاتړ وکړ، دا ګام یې د هېواد د امارتي او شخصي ځمکو د تفکیک، د ځمکنۍ شخړې د حل او د هېواد د پرمختګ په لور یو مهم اقدام وباله.


به‌منظور سروی، تشخیص و ارزیابی چراگاه‌ها، هیئتی  از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به تعدادی از ولایت‌های حوزه شمال کشور سفر کرد.
۱۴ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی  تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت‌های شمالی کشور (سمنگان، بلخ و سرپل) به هدف سروی، تشخیص و ارزیابی چراگاه‌ها سفر نمود.
در این سفر، مولوی محمود مظلوم رئیس عمومی اراضی وزارت زراعت، مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی، حفیظ‌الرحمن ثاقب رئیس سیستم معلوماتی اراضی و بانک زمین، مفتی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت ولایت سمنگان، مولوی دادخدا معاون ولایت سمنگان، مولوی محمد نظر فایق رئیس عدلیه، مولوی محمود صدیقی آمر تنظیم منابع، و شماری از کارمندان تخنیکی شرکت داشتند.
هدف این سفر، ارزیابی روند عملی سروی و تشخیص چراگاه‌های ولایت‌های شمالی بود که به همکاری این هیأت انجام می‌شود تا در راستای حفاظت از منابع طبیعی و تقویت بخش مالداری در منطقه مؤثر واقع گردد.
مولوی محمود مظلوم، رئیس عمومی اراضی وزارت زراعت، در سخنان خود گفت که با روی‌کارآمدن امارت اسلامی افغانستان فرصتی فراهم شده است تا برای آبادانی کشور، حفاظت از املاک دولتی و مدیریت دارایی‌های ملی تلاش‌های مشترک صورت گیرد.
او افزود که این برنامه در شماری از ولایت‌های زون شمال به‌گونه شفاف پایان یافته است و امید می‌رود این روند با دقت، احساس مسؤولیت و رعایت اصول تخنیکی در سایر ولایت‌ها نیز به‌گونه موفقانه تکمیل گردد.
سپس مولوی عبدالاحد خلیل، رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت نیز صحبت کرده و از تلاش‌های خستگی‌ناپذیر همه تیم‌های تخنیکی قدردانی نمود. او گفت که این سروی چراگاه‌ها در کنار جلوگیری از منازعات بی‌مورد و تلفات انسانی، سبب تقویت چراگاه‌ها و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران نیز خواهد شد.
در پایان، معاون ولایت سمنگان، رئیس زراعت و دیگر مسؤولان از تطبیق این برنامه حمایت کرده و آن را گامی مهم در جهت تفکیک زمین‌های دولتی و شخصی، حل منازعات ارضی و پیشرفت کشور دانستند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت