دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د هراړخیزې سروې لړۍ په دوام، د ګرشك ولسوالی د ده ادم خان د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي ویالې د پاک کارۍ په موخه د دوو ورځو په جریان کې د سروې لړۍ بشپړه کړه.
یاده ویاله چې له بدوان کلي څخه پیل او د حاجي سیدمحمد، تورجان، کاکړانو، فقیرانو، حاجي تورجان، حاجي آغا کلیو او نورو سیمو پورې غځېدلې او ټول ټال ۴۵ کلي پکې شامل دي، په پای کې د آب پاشک پر کلي ختمېږي او شاوخوا ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کوي. دغه ویاله د سیمې کرنیزو مځکو لپاره حیاتي ارزښت لري، چې دا مهال یې ډېری برخې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
همدارنګه د یاد سفر پر مهال د سیمې زابرونه هم وڅېړل شول، څو د هغو د ګټورتیا او د مځکو د ساتنې په برخه کې د هغوی رول و ارزول شي.
د هلمن دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت مسؤلین وایي، چې د دغو چارو موخه د اوبو د اغېزمن مدیریت، د کرنیزو مځکو غوره خړوبول او د شمالي ولسوالیو د قدرتي سرچینو د ساتنې او منظم مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې استملاکي چارې بشپړې شوې

‏۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
‏‏لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د تطبیق په موخه د پروژې په مسیر کې کومې ځمکې او ملکیتونه چې موقعيت درلود استملاک چارې يې د کرنې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۲
Background image

پکتیکا کې د «پریفال» پروژې تطبیق؛ د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د ظرفیت پیاوړتیا

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د اړیکو دفتر «ټي.ال.او» له لوري د «پریفال»  پروژه، چې موخه یې د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د خلکو د ظرفیت پیاوړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د کندز په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د کندز ولایت په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې د «سي.ار.ال.جي». . .

بازگشت