روزګان کې پر څه باندې درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۲
روزګان کې پر څه باندې درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د څه باندې درې زره مستحقو بزګرانو ترمنځ د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوه.
د وېش دغه بهیر د روزګان دکرنې ریاست تر نظارت لاندې ترسره کېږي. د پلان له مخې، هر بزګر ته به اصلاح شوی د غنمو تخم، توره او سپینه سره (یوریا) ورکړل شي.
د روزګان د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد وویل، چې دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو چارو د ودې او د روزګان ولایت د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي شوې ده.
بزګران د دې پروګرام هرکلی کوي او تمه لري، چې د یادو مرستو په مټ به د دوی د غنمو حاصلات د پام وړ لوړ شي.

در ارزگان روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی برای بیش از سه هزار دهقان آغاز شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان، با همکاری نهادهای همکار، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی برای بیش از سه هزار دهقان مستحق در این ولایت آغاز گردید.
این روند تحت نظارت ریاست زراعت ارزگان اجرا می‌شود. طبق برنامه، برای هر دهقان تخم اصلاح‌شده‌ی گندم، کود سیاه و کود سفید (یوریا) توزیع خواهد شد.
مولوی عطاالله راشد، رئیس زراعت ارزگان، گفت که این کمک‌ها به هدف افزایش حاصلات دهقانان، رشد فعالیت‌های زراعتی و تقویت سکتور زراعت در ولایت ارزگان عملی گردیده است.
دهقانان از این برنامه استقبال کردند و ابراز امیدواری نمودند که با کمک‌های یادشده حاصلات گندم‌شان به‌گونه‌ی چشم‌گیری افزایش یابد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت