د کابل په ولایت کې د برېښنايي قبالو د ورکړې چارې په رسمي توګه پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۲۴
روند توزیع قباله‌های برقی در ولایت کابل به‌صورت رسمی آغاز شد

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د قبالو د ثبت او صدور ریاست له‌خوا، د کابل ولایت د اراضۍ په ریاست کې د برېښنايي قبالو د ورکړې چارې په رسمي توګه پیل شوې.
دغه مراسم د اراضۍ لوی ریاست د مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه، چې پکې د اراضۍ ادارې د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د کابل ولایت د اراضۍ رییس مولوي عبدالباري شهاب، د قبالو د ثبت او صدور رییس مولوي حمیم صادقي، او د قبالو څانګې یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې، د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د برېښنايي قبالو د توزیع د پیل په اړه خبرې وکړې او دا یې د هېوادوالو د ملکیتونو او استوګنځایونو د خوندیتوب په برخه کې د اراضۍ لوی ریاست له‌خوا یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته، د ځینو ستونزو له امله دا پروسه ځنډېدلې وه، خو اوس د اراضۍ د قبالو څانګې د مسؤلینو او کارکوونکو د هڅو په برکت، دا لړۍ بېرته پیل شوې او له دې وروسته به هېوادوالو ته قبالې په برېښنايي بڼه ووېشل شي.
په پای کې، یو شمېر هغو کسانو ته چې د قبالو چارې یې بشپړې شوې وې، برېښنايي قبالې هم په رسمي ډول وسپارل شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت