دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره سفروکړ.
یاد پلاوی چې د شنې قطعې قوماندان احسان الله معراج، د شنې قطعې نور مسؤلین، د کرنې ریاست د طبیعي زېرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، او د ځنګلاتي او وحشي ژوو د سروې، تنظیم او ساتل شوو سیمو مسؤلین ورسره ملګري وو، د اور وژنې وسایلو سره په وخت سیمې ته ورسېدل.
د سیمې د خلکو، ځوانانو او قومي مشرانو په همکارۍ، او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په مستقیمه مشرۍ او لارښوونه، د ګډیالې طبیعي ځنګل کې بل شوی اور په بشپړ ډول مهار شو.
الحاج مولوي عبدالستار محمد، چې د اور د لګېدو په سیمه کې یې حضور درلود، د اور مړکولو بهیر یې په خپله مشرۍ کې ترسره کړ او قومي مشران او ځوانان یې منسجم کړل. نوموړي وویل:«اور د تېرې ورځې مازیګر مهال بل شوی و، خو د خلکو او مسؤلینو د ګډو هڅو په نتیجه کې د څو ساعتونو په موده کې مړ شو».
نوموړي زیاته کړه، چې د اور د لګېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو اټکل کېږي چې یا د انساني غفلت یا د وچو بوټو د سوځېدو له امله رامنځته شوی وي.
د لغمان د کرنې ریاست د مسؤلینو په وینا، د اور له امله د ځنګل یوې محدودې برخې ته تاوان رسېدلی، خو پراخ زیان نه دی رامنځته شوی.
د لغمان د کرنې ریاست له خلکو غوښتنه کوي، چې د ورته پېښو پر مهال دې له اړوندو ادارو سره سمدستي اړیکه ونیسي او د اور په مهارولو کې دې همکاري وکړي، څو د طبیعي شتمنیو د له منځه تلو مخه ونیول شي.


آتش‌سوزی در جنگل گډیاله ولسوالی دولت‌شاه لغمان مهار شد
۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هیأتی مشترک به ریاست مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان به‌منظور مهار آتش‌سوزی به جنگل گډیاله ولسوالی دولت‌شاه سفر کرد.
در این هیأت احسان‌الله معراج قوماندان قطعه سبز، شماری از مسئولان آن قطعه، مولوی گل‌رسول زبیر آمر منابع طبیعی ریاست زراعت و نیز مسئولان سروی، تنظیم و مناطق حفاظت‌شده جنگلات و حیات‌وحش حضور داشتند. آنان با تجهیزات اطفای حریق در زمان مناسب به محل رویداد رسیدند.
با همکاری مردم محل، جوانان و بزرگان قومی و تحت رهبری و هدایت مستقیم مولوی عبدالستار محمد، آتش در جنگل طبیعی گډیاله به‌طور کامل مهار شد.
مولوی عبدالستار محمد که شخصاً در محل آتش‌سوزی حضور داشت، روند خاموش‌سازی آتش را رهبری کرد و جوانان و بزرگان قومی را برای همکاری منسجم ساخت. او گفت: «آتش‌سوزی عصر روز گذشته آغاز شد، اما در نتیجه تلاش‌های مشترک مردم و مسئولان در مدت چند ساعت خاموش گردید.»
وی افزود که علت اصلی آتش‌سوزی تاکنون مشخص نشده است، اما احتمال می‌رود که به‌دلیل غفلت انسانی یا سوختن بوته‌های خشک به وقوع پیوسته باشد.
به‌گفته مسئولان ریاست زراعت لغمان، آتش‌سوزی به بخش محدودی از جنگل خساره رسانده، اما زیان گسترده‌ای در پی نداشته است.
ریاست زراعت لغمان از مردم می‌خواهد تا در هنگام بروز رویدادهای مشابه، فوراً با نهادهای مربوط تماس گرفته و در مهار آتش همکاری نمایند تا از نابودی منابع طبیعی جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت