تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا روزنیز پروګرامونه د تخار ولایت په مرکز او د کلفګان، دشت قلعه، خواجه غار او بنګي په ولسوالیو کې ترسره شول.
د چارواکو په وینا، د دغو پروګرامونو موخه د کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په برخه کې د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچې لوړول، د ساحوي معلوماتو د راټولولو بهیر پیاوړی کول او د اقلیمي ګواښونو د مخنیوي لپاره د خبرتیا سیستمونو فعالول ښودل شوي دي.
په دغو پروګرامونو کې له یادو ولسوالیو څخه له ۱۵۰ څخه زیات بزګران ګډون کړی و، چې دوی ته د کرنیزو محصولاتو د زیان‌منېدنې د کمولو، د اوبو د مؤثرې استفادې، د خاورې د ښه مدیریت او د کورنیو حیواناتو د اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په برخه کې عملي روزنې ورکړل شوې.
د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاوید امین وویل: «دا ډول روزنیز پروګرامونه کولای شي د بزګرانو د ژوند د ښه والي او د کرنې سکتور د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دغه راز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام ولري، څو بزګران د لا زیاتو پوهې او مهارتونو په مټ د اقلیمي ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت