پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، په دې ولایت کې پر ۵۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د وېش په مراسمو کې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي، د اکشن اېډ مؤسسې مسئولین، بزګران او قومي مشران ګډون کړی وو.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکو د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یې وویل: «هڅه وکړئ یاد اصلاح شوي تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ، تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ».
دوی زیاته کړه، چې د یاد پروګرام له لاری، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په وړیا ډول ورکول کېږي.


روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۵۰۰ دهقان در ولایت پکتیکا آغاز شد
۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با همکاری مؤسسه اکشن‌اید و به حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت ملل متحد، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی را برای ۵۰۰ دهقان نیازمند در این ولایت آغاز کرد.
در مراسم آغاز این روند، مسئولان ریاست زراعت پکتیکا، نمایندگان مؤسسه اکشن‌اید، دهقانان و بزرگان قومی حضور داشتند.
مسئولان ریاست زراعت پکتیکا ضمن قدردانی از نهادهای همکار، از دهقانان خواستند تا این تخم‌های اصلاح‌شده را در زمین‌های خود بکارند تا حاصل بهتر و بیشتری به دست آورند.
آنان افزودند که در چارچوب این برنامه، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید به گونهٔ رایگان توزیع می‌شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت