د خوست دکرنې رییس د سویزرلنډ هېواد له استازو سره وکتل 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱۶
د خوست دکرنې رییس د سویزرلنډ هېواد له استازو سره وکتل 

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر محمد ذبیح د یاد ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، متخصص او سلاکار بهیر ګل صابري، د عشر راټولولو او راپورونو تنظیم آمر مولوي اظهارالدین ابونصر، د عشر او زکات د عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد په ملتیا، د سویزرلنډ هېواد له استازی ښاغلي اډویډ سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د سویزرلنډ هېواد استازی ښاغلي اډویډ د خوست ولایت لپاره د مالدارۍ او کرنې روزنیز معیاري کمپلکس د جوړولو وړاندیز وکړ، ترڅو د کرنې لېسو، د کرنې او مالدارۍ انسټیټیټونو زده کوونکي او محصلین د عملي زده کړو لپاره پکې برخه واخلي. نوموړي څرګنده کړه، چې دغه پروژه به د لبنیاتو د تولید، د غواګانو د معیاري روزنې او د محلي مالدارانو د روزنې په برخه کې یو مهم پرمختګ وي.
د خوست دکرنې رییس مولوي شیر محمد ذبیح د خوست ولایت د کرنې سکتور د اړتیاوو او ظرفیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه، چې د مالدارۍ تر څنګ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې لپاره د سړو خونو جوړول، د کرنیزو وسایلو معیاري کول، او د جرمني هېواد له‌خوا شاوخوا ۵۸ کاله وړاندې پاتي شویو پروژو د بیا فعالولو هڅې د کرنې ریاست د مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د لیدنې تر بشپړېدو وروسته، د خوست د کرنې رییس مولوي شیر محمد ذبیح او ورسره مل پلاوي د جرمني هېواد له‌خوا پاتې غیر فعالو کرنیزو پروژو څخه هم لیدنه وکړه، څو د هغوی د بیا رغونې، ترمیم او فعالېدو امکانات له نږدې وارزوي.
ښاغلي ذبیح وویل، د دغو پخوانیو پروژو فعالول به د خوست کرنې سکتور ته نوی روح وبښي او د بزګرانو، مالدارانو او کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره به یو پیاوړی ګام وي.
په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو همکاریو، د معلوماتو د تبادلې، او د راتلونکو ګډو پرمختیایي پروژو پر طرحه جوړولو هوکړه وکړه.


دیدار رئیس زراعت خوست با نمایندگان کشور سویس
۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی شیرمحمد ذبیح، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، همراه با مولوی اسلم‌خان منیب معاون ریاست، بهیرگل صابری مشاور و متخصص، مولوی اظهارالدین ابونصر آمر جمع‌آوری عشر و تنظیم گزارش‌ها، و قاری سید مرجان خالد آمر تنظیم و حساب‌دهی عواید عشر و زکات، با نماینده کشور سویس آقای ادوید دیدار کرد.
در این دیدار، نماینده کشور سویس آقای ادوید پیشنهاد ساخت یک کمپلکس معیاری آموزشی برای بخش‌های زراعت و مالداری در ولایت خوست را مطرح کرد تا شاگردان لیسه‌های زراعت و محصلان انستیتیوت‌های زراعت و مالداری بتوانند آموزش‌های عملی خود را در آن انجام دهند. وی افزود که این پروژه در زمینه تولید لبنیات، پرورش معیاری گاوها و آموزش مالداران محلی یک گام مهم به‌شمار می‌رود.
مولوی شیرمحمد ذبیح، رئیس زراعت خوست، درباره نیازمندی‌ها و ظرفیت‌های سکتور زراعت در این ولایت معلومات مفصل ارائه کرد و افزود که در کنار رشد مالداری، ایجاد سردخانه‌ها برای حفظ و بازاریابی محصولات زراعتی، معیاری‌سازی وسایل زراعتی، و احیای پروژه‌هایی که حدود ۵۸ سال پیش از سوی کشور آلمان در خوست اجرا شده بود اما اکنون غیرفعال‌اند، از اولویت‌های مهم ریاست زراعت خوست می‌باشد.
پس از پایان دیدار، رئیس زراعت خوست و هیئت همراهش از پروژه‌های زراعتی غیرفعال باقی‌مانده از کشور آلمان نیز بازدید کردند تا از نزدیک امکانات بازسازی، ترمیم و فعال‌سازی دوباره آن‌ها را بررسی کنند.
مولوی ذبیح گفت فعال‌سازی این پروژه‌های قدیمی روح تازه‌ای به سکتور زراعت خوست خواهد بخشید و گامی مؤثر در راستای رشد دهقانان، مالداران و تولیدات زراعتی خواهد بود.
در پایان، هر دو طرف بر تداوم همکاری‌ها، تبادل معلومات و طراحی پروژه‌های مشترک انکشافی آینده توافق کردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت