نورستان کې د کچالو کروندې او محصولات ډېر شوي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۴:۵۳
 نورستان کې د کچالو کروندې او محصولات ډېر شوي

نورستان دافغانستان له ختيځو ولايتونو څخه دى، د جغرافيايي موقعيت له مخې، نورستان غرنۍ ولایت دی، چې ډېری برخې یې دَرې، غرونه او غونډۍ دي.
د هېواد دنورو ولایتونو په شان نورستان هم یو کرنیز ولایت دی، چې ډېری اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې دخپل ژوند لګښتونه پوره کوی.
ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له څه باندې ۱۶ زره او ۱۰۰ هکټاره اوبيزې او ۹۳۳ هکټاره للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
ددې ولایت عمده کرنیز تولیدات چهارمغز، جلغوزه، مڼه، مرخڼی (عناب)، شینی، زردالو، بادام، انګور، غنم، جوار، کچالو او لوبیا دي.
خو په دغو کرنیزو توکو کې کچالو د نورستانولایت د بزګرانو لپاره ښه عاید لرونکی محصول شمېرل کیږي، چې په دې وروستیو کې کچالو کرکېلي ته د نورستاني بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
روان کال د نورستان بزګران په ۲۰۵ هکټاره ځمکه کې کچالو کرلي و، چې له دغو کروندو څخه څلور زره او ۱۸ متریک ټنه کچالو تولید شوې ده. د شمېرو له مخې سږکال د نورستانولایت د کچالو محصولات زیات او پدې وروستیو کلونو کې کچالو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې په تېر (۱۳۹۷) یم کال کې ددې ولایت په ۱۸۰ هکټاره ځمکه کې کچالو کرل شوې وه، چې درې زره او ۴۰۲ مټریک ټنه حاصل په لاس راغی خو سږ (۱۳۹۸) یم کال کې ددې ولایت په ۲۰۵ هکټاره ځمکه کې د کچالو کرکېله شوې وه، چې له دغو کرندو څخه څلور زره او ۱۸ مټریک ټنه کچالو تولید شوي دي. د ښآغلي نسیمي په خبره د تېرکال په پرتله سږکال ددې ولایت دکچالو محصولات ۲۰ سلنه زیاته شوې ده.
د نورستان ولایت اقلیم د کچالوکرکېلي لپاره ډېره مناسبه ده او پدې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د کچالوکرکېله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. مناسبه آب وهوا، د اصلاح شویو تخمونو وېش او پېژندنه، د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول او د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته لازمې سلا مشورې ورکول په دې ولایت کې د کچالو د تولیداتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي: «د نورستان د کچالو سږنۍ محصولات ښه او ډېر شوي دي، سږ یې بازار هم ښه دی.»
د نورستان ولایت ډېرشمېر بزګران د کچالو په کرکېلې بوخت دي او د کرنیزو محصولاتو د پلور له لارې د خپل ژوند معیشت برابروي.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي «د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکي په ټولو برخوکې له بزګرانو سره همکاري کوی. د بزګرانو هڅول، د نژاد (ورایټی) انتخاب، د اګروتخنیک چارې، د افتونو او ناروغیو مخنیوی او کنټرول او د کچالو د کرکېلي په هکله پوهاوی ورکول هغه موضوعات دي، چې د نورستان د کرنې ریاست په دې ولایت کې د کچالو د کرکېلي د ودې او د محصولاتو د ډېروالي په پار تر سره کړي دي.»
ددې ترڅنګ باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو، کچالو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې هم جوړې شوي دي.
د کچالو روغتیایي ګټې
کچالو لږه کالوري خو په زیاته کچه ویټامین سي، ويټامین بي او اوسپنه لري. دا ګټې یوازې په سپین کړي کچالو کې نه، بلکې په پوستکي کې یې هم شته. کچالو پر دې سربېره په زیاته اندازه فیبر او نور غذايي او حیاتي مواد هم لري. د یوه کچالو پوستکی د ورځې اته په سلو کې د بدن د اړتیا وړ فیبر پوره کولای شي. د کچالو په پوستکي کې شته فیبر له غنمو، د غنمو له ډوډۍ او نورو هغو محصولاتو سره برابر دی، چې له غنمو جوړېږي.
کچالو په زیاته اندازه ویټامین اې، بي ، سي او معدني مواد لري او د ویټامینونو له امله د زړه د ناروغیو لپاره ښه اغېزمن خواړه دي .
په کچالو کې د فسفر په نامه موادهم شتون لري، چې جنسي توان تقویه کوي او دماغي سیستم هم پیاوړی کوي.
کچالو د اسهالاتو د مخنیوي لپاره اغېزمنخواړه دي او تر څنګ یې د خامو کچالو اوبه د معدې د زخم لپاره زیاتې ګټې لري، چې کولی شي د ماشومانو اسهال هم کنترول کړي.
روغتیا پالان وایي؛ که څوک خام کچالو میده کړي او له زیتونو سره یې ګډ کړي د بواسیرو لپاره زیاته ګټه لري.
که غواړۍ کچالو ویټامین سي له لاسه ور نه کړي، نو کوښښ وکړئ هغه له پوستکي سره پاخه او بیا ترې پوټکی لرې کړئ.
زیانونه یې:
تازه را شنه شوي کچالو او ډېر زاړه چې وراسته هم وي مه پخوئ له ګټې یې زیان ډېر دي.
کچالو تیغ یا سترګې لري، چې په هغه کې د سولانین په نامه خطرناکه ماده شتون لري باید په پوست کولو کې د هغې لرې کولو ته دقت وشي.
د کچالو زیات خوراک فکري ځواک ختموي او همداراز که سم پاخه نه شي او یا هم د برګر په څیر په غوړیو کې پاخه شي، په هاضمه کې ستونزې را ولاړولی شي.
شنه کچالو مه خورئ ځکه هغه د اسهال دزیاتوالي او د کانګې لامل ګرځي او ترڅنګ یې ګڼې نورې ستونزې هم پیدا کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت