د هلمند مارجې ولسوالی کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۰:۱۵
د هلمند مارجې ولسوالی کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف اې او» په همکارۍ، ددې ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د کوچنیو څارویو د پي پي ار یا طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت تر چتر لاندې، د ځانګړو روزل شوو تخنیکي کارکوونکو له‌خوا عملي کېږي. د کمپاین موخه د دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، بلل شوي دي.
د واکسین لړۍ به په شفاف، منظم او پراخ ډول د مارجې ولسوالۍ ټولو سیمو ته وغځېږي او تمه ده، چې دا بهیر د مالدارۍ سکتور د پراختیا، د څارویو د مرګ ژوبلې د کمېدو او د څارویو تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.
یاد کمپاین به تر هغې دوام وکړي، ترڅو د ولسوالۍ ډېری مالداران او د هغوی څاروي له دې واکسین څخه برخمن شي.


آغاز کمپاین واکسین حیوانات کوچک در برابر بیماری طاعون در ولسوالی مارجۀ هلمند
۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند با همکاری اداره خوراک و زراعت ملل متحد، کمپاین واکسین در برابر بیماری پی‌پی‌ار یا طاعون حیوانات کوچک را در ولسوالی مارجۀ این ولایت آغاز کرده است.
این کمپاین تحت چتر آمریت مالداری و صحت حیوانی و توسط کارمندان تخنیکی آموزش‌دیده به‌گونه عملی تطبیق می‌شود. هدف از این برنامه جلوگیری از شیوع این بیماری کشنده، حفظ صحت حیوانات و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران عنوان شده است.
روند واکسیناسیون به‌گونه شفاف، منظم و گسترده در تمام مناطق ولسوالی مارجه ادامه خواهد یافت و انتظار می‌رود این روند در کاهش تلفات حیوانات، افزایش تولیدات مالداری و گسترش سکتور مالداری نقش مؤثر ایفا کند.
این کمپاین تا زمانی ادامه می‌یابد که بیشتر مالداران و حیوانات‌شان از واکسین مستفید شوند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد. . .

بازگشت