د غزني د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۲
د غزني د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت د ولسوالیو کارکوونکو ته یوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازی د ګډونوالو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د ورکشاپ موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په عملي ډګر کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
د یاد پروګرام په ترڅ کی د پلان او «ام آی اس» مدیریت له خوا د باران سنجونو نصب لارې چارې، شمېرو او ارقامو ترتیبول، (کوبوسیسټم) او (اوپن کمره) په هکله هر اړخيز معلومات ورکول شول.
د پروګرام په پای کې د هرې ولسوالی مسؤل ته باران سنجونه وسپارل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت