د هېواد د خټکیو سږني حاصلات څه باندې یو میلیونه او ۳۵۸ زره ټنو ته رسېدلي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۵۸
د هېواد د خټکیو سږني حاصلات څه باندې یو میلیونه او ۳۵۸ زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په ټول هېواد کې د خټکیو حاصلات له یو میلیونه او ۳۵۸ زرو متریک ټنو څخه زیات شوي دي.
د بادغیس، بلخ، هرات، جوزجان، کندهار، زابل او ننګرهار ولایتونه د پراخو کرنیزو سیمو له امله سږکال د خټکیو په تولید کې تر نورو ډېر مخکښ ولایتونه پاتې شوي دي. دهېواد په کچه ټولټال ۷۴ زره او ۴۷۶ هکټاره ځمکه کې خټکې کرل شوي دي.
د افغانستان خټکي د خپل خوږ خوند او لوړې کیفیته له امله په سیمه‌ییزه کچه شهرت لري. په هېواد کې د خټکیو بېلابېل ډولونه کرل کېږي، لکه «چغتي»، «شکرپاره»، «جین‌تور»، «سبزک»، «ارکاني»، «لوبیای امیري» او «زنبورچه». د دغو له ډلې ځینې ډولونه، لکه «نری‌پوسته خټکي»، ژر خرابېږي، خو «شکوري خټکي» د غټې پوټکي له امله اوږدمهاله د ساتنې وړ ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د هېواد بزګرانو ته د مناسب کورني او بهرني بازار موندنې فرصتونو په برابرولو سره د عاید غوره فرصتونه رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت