غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۳۹
غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د غزني ولایت دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست، اقتصاد ریاست، د سیدیزې حوزې، ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د هالنډ کمېټې، ناروې کمېټې، «اس.ایف.ایل»، ټي ال او، د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د غزني ولایت د کرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي شکیب زياته کړه، چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت