د کندهار معروف کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۵۸
د کندهار معروف کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د مهاجرینو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د معروف ولسوالی د کرنې مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادي ولسوالۍ ۳۵۹ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي، چې د نوم‌ لیکنې لړۍ یې بشپړه او ورته مستحق بزګران ټاکل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو مرستو د عادلانه وېش لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه شوې وه، چې په ترکیب کې یې د معروف ولسوالی د کرنې مسؤل، د ولسوال استازی، د آمنیه قومندان استازی، د آمربالمعروف استازی، د استخباراتو استازی او د ولسوالی مخور مشران شامل و. د هغوی په حضور کې نوم‌لیکنې ترسره شوې او په راتلونکي کې به پر هر انتخاب شوي بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شي.
د دې مرستې موخه د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د بزګرانو مالي ملاتړ، له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ، د کندهار په نېش ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو او کیمیاوي سرو لپاره د نوم لیکني لړۍ بشپړه شوې وه.


توزیع تخم بذری اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای صدها دهقان در ولسوالی معروف ولایت کندهار
۲۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به کوشش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد  و همکاری تخنیکی مؤسسه مهاجرین کندهار، روند توزیع تخم بذری اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۳۵۹ تن از دهاقین مستحق ولسوالی معروف آغاز گردیده است. روند ثبت‌نام به پایان رسیده و دهاقین واجد شرایط تعیین شده‌اند.
به گفته‌ی مسئولان ریاست زراعت کندهار، به‌منظور تأمین عدالت در روند توزیع، یک کمیته مشترک تشکیل شده است که اعضای آن را مسئول زراعت ولسوالی معروف، نمایندگان ولسوال، قوماندان امنیه، امر بالمعروف، ریاست استخبارات و متنفذین محل تشکیل می‌دهند. ثبت‌نام دهاقین در حضور این کمیته انجام شده و قرار است در آینده نزدیک، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم بذری اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود DAP (کود سیاه) و ۵۰ کیلوگرام کود یوریا (کود سفید) توزیع گردد.
هدف از این برنامه، ترویج تخم‌های اصلاح‌شده، حمایت مالی از دهاقین، افزایش حاصل‌دهی در زمین‌های کوچک و بهبود وضعیت اقتصادی زراعت‌پیشگان عنوان شده است.
قابل یادآوری است که چندی پیش نیز ریاست زراعت کندهار با حمایت مالی اداره‌ی خوراک و زراعت ملل متحد، روند ثبت‌نام برای ۵۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی نیش به‌منظور دریافت تخم گندم و کود کیمیاوی را تکمیل کرده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت