ننګرهار کې ۲۲۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونو دتطبیق چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۱۱
آغاز روند تطبیق واکسین طاعون برای ۲۲۰ هزار حیوان شخندزن کوچک در ننگرهار

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» له لورې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې ۲۲۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د ناروغیو مخنیوي او کنټرول په موخه د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي وترنر داکترانو ته د واکسینونو د سوړ ځنځیر ساتلو، واکسینونو ښه تطبیق، عامه پوهاوي او نورو اړونده برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
 ښاغلي  بهسودي د کرنې وزارت د کړنلارو او قوانینو په برخه کې هم داکترانو ته معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یي یادونه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره په بېلا بېلو برخو کې مالدارانو ته خدمات وړاندې کوي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» له لورې د واکسینونو تطبیق کوونکو وترنر داکترانو ته د واکسینونو ښه تطبیق په موخه عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې وه.

آغاز روند تطبیق واکسین طاعون برای ۲۲۰ هزار حیوان شخندزن کوچک در ننگرهار
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، ادارهٔ غذا و زراعت ملل متحد به‌منظور جلوگیری و کنترل بیماری‌ها، روند تطبیق واکسین برای ۲۲۰ هزار حیوان شخندزن کوچک را در تمام ولسوالی‌های این ولایت آغاز کرده است.
به اساس هدایت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، محمد ضمیر بهسودی آمر خدمات مالداری و صحت حیوانی، به داکتران وترنری در مورد حفظ زنجیر سرد واکسین‌ها، تطبیق مؤثر آن، آگاهی‌دهی عامه و سایر موارد مرتبط، رهنمودهای لازم ارائه کرد.
آقای بهسودی همچنان معلوماتی در مورد اصول و قوانین وزارت زراعت با داکتران شریک ساخت و افزود که به هدف تقویت سکتور مالداری، خدمات متنوعی برای مالداران در بخش‌های مختلف ارائه می‌شود.
قابل یادآوری است که چند روز پیش نیز ادارهٔ غذا و زراعت ملل متحد، به منظور تطبیق بهتر واکسین‌ها، برای داکتران وترنری مجری این روند، آموزش‌های عملی و نظری برگزار کرده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت