لغمان کې څارویو ته د طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پيل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۷
لغمان کې څارویو ته د طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پيل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز مهترلام ښار په ګډون د ټولو ولسوالیو په کچه ۱۳۰ زره واړو شخوندوهونکو څارویو (وزو او پسونو) د طاعون (PPR) واکسین د تطبیق کمپاین، د مهترلام ښار د کرنج سیمې د مالدارانو له څارویو څخه رسماً پیل شو.
دغه کمپاین د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د دې ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا امر ډاکټر جوادالله علیزاده، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» استازي ډاکټر مشال، د خصوصي سکتور وترنر ډاکټرانو او د سیمې د خلکو په حضور کې پرانیستل شو.
په دې کمپاین کې به د ولایت په کچه ټول ټال ۱۳۰ زره څاروي واکسین شي.
باید وویل شي، چې د لغمان د کرنې ریاست تل هڅه کوي د مالدارانو د ملاتړ او لاسنیوي ترڅنګ، د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره د څارویو د ناروغیو پر وړاندې د وقایوي واکسینونو د تطبیق پروګرامونه عملي کړي. په همدې لړ کې تر دې وړاندې هم د څارویو لپاره د ریخک واکسین تطبیق پروګرام ترسره شوې وه.


آغاز کمپاین واکسین حیوانات در برابر بیماری طاعون در ولایت لغمان
۱۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد ، کمپاین تطبیق واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک نشخوارکننده (PPR) را در مرکز مهترلام و تمام ولسوالی‌های این ولایت آغاز کرد.
این کمپاین به‌صورت رسمی از حیوانات مالداران در منطقه کرنج شهر مهترلام با حضور مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت لغمان، داکتر جوادالله علی‌زاده آمر مالداری و صحت حیوانی، داکتر مشال نماینده اداره غذای ملل متحد، وترنرهای سکتور خصوصی و شماری از باشندگان محل آغاز گردید.
در چارچوب این برنامه، در سراسر ولایت لغمان مجموعاً ۱۳۰ هزار رأس بز و گوسفند واکسین خواهند شد.
مسوولان ریاست زراعت لغمان می‌گویند که این اداره همواره تلاش دارد تا در کنار حمایت از مالداران، برای تقویت سکتور مالداری، برنامه‌های وقایوی در برابر امراض حیوانی را عملی سازد. به گفته آنان، پیش از این نیز برنامه تطبیق واکسین بیماری ریخک بر حیوانات در این ولایت اجرا شده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تعارفي غونډه د دې معینیت تر چتر لاندې له ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس. . .

بازگشت