میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي دي.
د یاد ریاست د چارواکو په وینا، دا مهال دمیدان وردګو ولایت  په ۲۵۵ هکټاره ځمکه د ګیلاسو بڼونه جوړ شوي، چې د تېر کال په پرتله یې حاصلات ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، په روان کال کې د دې ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې په ۲۴ جریبه ځمکه د ګیلاسو ۱۴ ننداریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د میدان وردګو ولایت بڼوال د ګیلاسو له غوره حاصلاتو او د خرڅلاو د بازار له برابرۍ خوښي څرګندوي او له مسؤلینو غواړي، چې په دې ولایت کې د ګیلاسو د بڼونو جوړولو، بیا رغونې او ترویج برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ګیلاس د هېواد د ژر پخېدونکو مېوو څخه دی، او په وروستیو کلونو کې، ددې لپاره چې دګیلاس د ونې حاصلات ژر پخېږي د ګیلاس د ونو کښت او کرلو سره د بڼوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

حاصلات گیلاس در میدان وردک افزایش یافته است
۱۴ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری میدان وردک اعلام کرده است که در سال جاری بیش از ۲۰۴۰ متریک تُن گیلاس از باغ‌های این ولایت حاصلات به دست آمده است.
به گفته مسوولان این ریاست، در حال حاضر ۲۵۵ هکتار زمین در میدان وردک زیر کشت باغ‌های گیلاس قرار دارد که حاصلات آن در مقایسه با سال گذشته ۱۵ درصد افزایش را نشان می‌دهد.
همچنان در سال جاری ۱۴ قطعه باغ نمایشی گیلاس در ۲۴ جریب زمین در مرکز و شش ولسوالی این ولایت ایجاد شده است.
باغ‌داران میدان وردک از حاصلات مطلوب گیلاس و فراهم بودن بازار فروش در فصل برداشت ابراز خرسندی کرده و خواهان توجه بیشتر به ایجاد، احیا و ترویج باغ‌های گیلاس در این ولایت شده‌اند.
گیلاس از جمله میوه‌های زودرس کشور به شمار می‌رود و در سال‌های اخیر به دلیل برداشت زودهنگام آن، علاقه‌مندی باغ‌داران به غرس و پرورش درختان گیلاس افزایش یافته است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت