ننګرهار کې ۶۴۲ کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۳۴
 ننګرهار کې ۶۴۲ کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۴ مرغومی ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د بڼوالۍ د پراختیا ملي موسسې « ANHDO» په همکارۍ ددې ولایت د ښېوې، ګوشتې او کامې ولسوالیو له ۶۴۲ ښځینه او نارینه و سره د کرنیزو توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۹.۲ میلیونه افغانۍ ده، چې «کورنۍ ننداریزې باغچې، د چرګانو روزنې اړونده توکي، شنې خونې، د سیمه ییزو تخمونو تولید، د اوبو د سپما ټکنالوژۍ او د پروسس او حفظ الصحې» اړونده توکي په کې شامل دي.
دغه مرسته شوي توکي د ښېوې، ګوشتې او کامې ولسوالۍ پر ۶۰۰ ښځینه او ۴۲ نارینه و وېشل شوي دي.
د یادو توکو په وېش غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې په دې چارې سره به ښځې په کور دننه ځان ته کارو بار ( سوداګرۍ) جوړ کړي، چې له یوې خوا به د دوی د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابره شي او له بلې خوا د دوی د کورنۍ اقتصاد پیاوړي شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي ددغه مرستو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې چارو سره به کورنۍ پر ځان بسیا شي.
په همدې حال کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مېرمنې او نارینه د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانې ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
له یادو مرستو څخه موخه د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د قوش تېپې کانال د ۲۰۰زره هکتاره ځمکو باندې د زراعتی او صنعتی کمپلیکسونو د جوړونی لومړنۍ غونډه  دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست لخوا ملي پراختيا شرکت ته د قوش تېپې کانال د شاوخوا دوه سوه زره هکتاره ځمکه باندی د یادو کمپلیسکونو د جوړولو لمړۍ غونډه د اراضۍ لوی رياست. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

بازگشت