ننګرهار کې زرگونو څارویو ته دلیونتوب ناروغۍ  مخنیوی پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۲
آغاز کمپاین واکسین‌ برای جلوگیری از بیماری سگ دیوانه در هزاران رأس مواشی در ننگرهار

۱۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارې ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او اروپایي ټولنې  په مالی لګښت د ننګرهار په ۱۰ ولسوالیو «دره نور، حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، رودات، کوزکونړ، کامه، بهسود او چپرهار» کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د انتروتوکسیمیا واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوه .
د ننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې به ۴۲ زره او ۷۵۰ دوزه واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د یادې ناروغۍ مخنیوي په موخه تطبیق شي، په همدې موخه په لسو ولسوالیو کې وترنرانو ته د واکسېنونو د ښه تطبیق په پار ډرینچر، واکسینونه، واکسناتور او چپنې ووېشل شوې. 
دکرنې رییس یاد واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوي او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه یو مهم ګام وباله.
وړاندې تردې هم د افغانستان لپاره هالینډ کمېتې په ننګرهار کې څو ځلي دبېلابېلو ناروغیو مخنیوي واکسینونه تطبیق کړي دي.


آغاز کمپاین واکسین‌ برای جلوگیری از بیماری سگ دیوانه در هزاران رأس مواشی در ننگرهار
۱۳ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، در همکاری تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و با تمویل اتحادیه اروپا، روند تطبیق واکسین انتروتوکسیمیا در مواشی کوچک نشخوارکننده در ۱۰ ولسوالی ننگرهار (دره‌نور، حصارک، شیرزاد، خوگیانی، سررود، رودات، کوزکنر، کامه، بهسود و چپرهار) آغاز گردید.
مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که از سوی کمیته هالند، ۴۲ هزار و ۷۵۰ دوز واکسین به‌منظور جلوگیری از این بیماری بر مواشی کوچک نشخوارکننده تطبیق می‌شود. به همین هدف، در ده ولسوالی برای داکتران وترنری جهت تطبیق مؤثر واکسین‌ها، وسایل درینچر، واکسین‌ها، واکسیناتور و چپن توزیع گردید.
رییس زراعت یادآور شد که این واکسین‌ها در راستای جلوگیری از امراض در مواشی کوچک و حل مشکلات اقتصادی مالداران، یک گام مهم به‌شمار می‌رود.
پیش از این نیز کمیته هالند برای افغانستان چندین بار در ننگرهار واکسین‌های وقایوی برای جلوگیری از بیماری‌های مختلف تطبیق نموده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت