د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۳۵
د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څار لاندې، او د (او.آر.ډي)  مؤسسې په همکارۍ، د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو لپاره سروې پیل شوې ده.
یاده سروې د دې لپاره ترسره کېږي، چې په شفافه او عادلانه توګه هغه بزګران وټاکل شي، کوم چې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو اړتيا لري، څو د دوی کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، د خوست ولایت کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره به د بزګرانو حاصلات زیات او د ولایت کرنیزه وده نوره هم تضمین شي.

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی برای صدها دهقان در ولسوالی گربزو خوست
۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولسوالی گربزو ولایت خوست، به همکاری ریاست زراعت و موسسه برای احیا و توسعه، سروی برای شناسایی ۵۰۰ دهقان مستحق آغاز گردیده تا برای آنان تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی توزیع شود.
این سروی زیر نظر مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی گربزو و با همکاری موسسه برای احیا و توسعه راه‌اندازی شده است. هدف آن، انتخاب دهقانانی است که به گونه شفاف و عادلانه نیازمند تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی می‌باشند تا در نتیجه، تغییر چشمگیری در حاصلات زراعتی آنان به میان آید.
مسئولان ریاست زراعت ولایت خوست می‌گویند تلاش‌ها برای تقویت سکتور زراعتی این ولایت ادامه دارد و با ارائه خدمات معیاری، حاصلات دهقانان افزایش یافته و رشد زراعتی ولایت بیش از پیش تضمین خواهد شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت