د کندهار دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره سکټوري غونډه دایره کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۰
د کندهار دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره سکټوري غونډه دایره کړه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې، د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب په مشرۍ، د همکارو مؤسسو له مسؤلینو سره سکټوري غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د همکارو مؤسسو یوشمېر مسؤلینو او د کرنې ریاست یو شمېر چارواکو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب پیلیزه وینا وکړه. هغه په خپل خبرو کې د ولسوالیو لپاره د وچکالۍ د مخنیوي او آبیاري په برخه د لویو بندونو پر جوړولو، د اوبو سپما او ښه مدیریت لپاره د قطري سیستم پر پراختیا او رواجولو، د بزګرانو علمي سویي راپورته کولو لپاره د مسلکي او عملي زده کړي برابرولو، او د ټولنیزو رسینو یا محلي رسنیو له لارې د پوهاوی پرګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ. ترڅو د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچه لوړه شي او په وروستي کې یې د ریاست له لوري د همکاري ډاډ ورکړ. 
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی شمس الرحمن موسی په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته زیات کار کول اړین وبلل، د وچکالۍ لپاره یي د سازمانونو همکاري اړینه یاده کړه او د بزګرانو روزنه یې مهم ګام یاد کړ.
د راغلو سازمانونو استازو هم په خپل وار سره یادو ټکو ته پام اړول د کندهار کرنې او مالدارۍ د پرمختګ لپاره اړین او مهم یاد کړل، وروسته یې د خپل اړوند سازمانونو، فعالیتونو او راتلونکي پلانونو معلومات وړاندې کړل او په یادو برخو کې یې  د کندهار کرنې ریاست ته تر خپل توان پوري د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت