د ننګرهار دکرنې ریاست: د طبیعي پېښو زیانمنو ولسوالیو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به ځانګړې پاملرنه وشي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۱:۵۶
ریاست زراعت ننگرهار: به ولسوالی‌های آسیب‌دیده از حوادث طبیعی در بخش زراعت و مالداری توجه ویژه صورت می‌گیرد

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» دبېړنیو پېښو ته د ځواب وینې برخې عمومي مسؤل دانیال او د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي سره د طبیعي پېښو زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره د مرسته ترسره کولو په موخه وکتل. 
ښاغلي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» څخه د ننګرهار په دره نور او کوزکونړ ولسوالیو کې د زلزلې او نورو ولسوالیو کې د وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو بزګرانو او مالدارانو سره د اصلاح شوي تخمونو، حیواني خوراکې، کانالونو، چکډېمونو جوړولو، طبیعي ځنګلونو رغولو، څارویو واکسینونو تطبیق کې د مرستو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» دبېړنیو پېښو ته د ځواب ویني برخې عمومي مسؤل دانیال د ننګرهار د کرنې رییس د غوره وړاندیزونو څخه مننه وکړه او په نږدې وخت کې په زلزله ځپلو ولسوالیو کې غوجلو جوړولو، کانالونو پاک کارۍ، اصلاح شوي تخمونو او حیواني خوراکې ورکړې په برخه کې سروي ګانو د پیل خبر ورکړ.
ښاغلي دانیال د ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان ولایتونو زلزله ځپلو سره د ورته مرستو ترسره کولو یادونه هم وکړه. همدارنګه یي د تېر په څېر په نورو ولسوالیو کې د اصلاح شوي تخمونو وېش ژمنه وکړه.


ریاست زراعت ننگرهار: به ولسوالی‌های آسیب‌دیده از حوادث طبیعی در بخش زراعت و مالداری توجه ویژه صورت می‌گیرد
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار با دانیال مسؤول عمومی بخش پاسخ‌گویی به حوادث اضطراری اداره غذا و زراعت سازمان ملل متحد و انجینر خوشحال اصفي مسؤول این اداره در زون شرق دیدار کرد. در این دیدار روی همکاری با دهقانان و مالداران آسیب‌دیده از حوادث طبیعی بحث و گفتگو صورت گرفت.
آقای محسن از اداره غذایی و زراعتی سازمان ملل متحد خواست تا با دهقانان و مالداران متضرر از زلزله در ولسوالی‌های دره‌نور و کوزکنر و همچنین آسیب‌دیدگان از خشکسالی و سایر حوادث طبیعی در دیگر ولسوالی‌ها از طریق توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، فراهم‌سازی خوراک حیوانی، ساخت کانال‌ها و چکدم‌ها، احیای جنگل‌های طبیعی و تطبیق واکسین برای مواشی کمک نماید.
دانیال مسؤول عمومی بخش پاسخ‌گویی به حوادث اضطراری اداره غذایی و زراعتی سازمان ملل متحد از پیشنهادهای سازنده رئیس زراعت ننگرهار قدردانی کرده و خبر داد که به‌زودی سروی‌هایی برای ساخت غُوجل‌ها، پاک‌کاری کانال‌ها و نیز توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و خوراک حیوانی در ولسوالی‌های زلزله‌زده آغاز خواهد شد.
او همچنان علاوه کرد که در کنار ننگرهار، به متضررین زلزله در ولایت‌های کنر و لغمان نیز کمک‌های مشابه صورت خواهد گرفت و همچون گذشته در سایر ولسوالی‌ها توزیع تخم‌های اصلاح‌شده ادامه خواهد یافت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې سږ کال د جلغوزیو ځنګلونو څخه څه باندې ٩٠ متریک ټنه جلغوزې ترلاسه شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزیو خنګلونو څخه ٩٠.٣ مټریک تنه خالص جلغوزې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت