د پکتیکا ولایت د ځنګلاتو د ساتنې لپاره ګډې کمیټې جوړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۳۸

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
پکتیکا کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ریاست‌الوزراء د مقام د هدایت پر بنسټ، په هغو سیمو کې چې شنه ځنګلونه لري، د ځنګلاتو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د ګډو کمیټو د جوړېدو لړۍ پیل شوه.
په همدې موخه د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست استازي مولوي صدر، د علماوو د شورا استازی مولوي جنت ګل، د استخباراتو استازی مشهود او د امنیې قومندانۍ استازی قاري عرفان د ولایت بېلابېلو ځنګل لرونکو ولسوالیو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ځنګلاتو د ساتنې ګډې کمیټې جوړې شوې، چې غړي یې د اړوند ولسوال په مشرۍ د امنیه قومندانۍ، استخباراتو، علماوو شورا، کرنې ریاست، د ملي دفاع اړونده ارګانونو استازي او د سیمې قومي بانفوذه مشران جوړوي.
مسوولینو د یادو کمیټو دندو، مسؤلیتونو او د غړو د ټاکنې شرایط د خلکو او اړوندو کمیټو غړو ته روښانه کړل.
د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دغو کمیټو جوړېدل به د ځنګلاتو په ساتنه، د چاپېریال په خوندیتوب او د طبیعي سرچینو په دوامدارې استفادې کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت