فاریاب ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۱۳
فاریاب ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوی د فاریاب د کرنې له رییس مولوي جان مراد وقار، د کرنیزو چارو له آمر مولوي محمد ظریف رحیق، د طبيعي سرچینو له آمر حجت‌الله یعقوبي، د مالدارۍ او حیواني روغتیا له آمر محب‌الله قادري او د اراضۍ له آمر نفیب‌الله سنگري سره د کرنې او مالدارۍ سکتور اړوندو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کانالونو او چکډېمونو د جوړولو، د څاڅکي اوبولګولو پروژو منظورۍ، د غنمو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د کمښت او د مالدارۍ او حیواني روغتیا د آمریتونو له‌خوا د مسلخونو مدیریت په اړه بحث او څېړنه وشوه.
چارواکو د دې سفر موخه د شته ستونزو ارزونه، د نظریاتو تبادله او د مرکز او ولایتونو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا او دغه راز د فاریاب د کرنې او مالدارۍ د وضعیت ارزونه وبلله ترڅو په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ وضعیت ښه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت