د کرنې وزارت پلاوي د څړځایونو د بیارغونې او تنظیم په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۲۸
د کرنې وزارت پلاوي د څړځایونو د بیارغونې او تنظیم په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څړځایونو د بیارغونې او تنظیم آمر مولوي راز محمد نیازی په مشرۍ پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د سفر پر مهال د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره وکتل. د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې د سفر اساسي موخه د غزني ولایت د مرکز د منارو په سیمه کې د یوې ټوټې ځمکې د دعوا د حل او ارزونې موضوع وه، څو د سیمې حالت له نږدې وڅېړل شي او د امارت د اړوندو ادارو د همغږۍ او پرېکړې لپاره لازم معلومات برابر شي.
مولوي راز محمد نیازی د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د یادو سیمو ارزونه د اداري همغږۍ او راتلونکو پرېکړو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د غزني ولایت د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د پلاوي تود هرکلی وکړ او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي وویل: «موږ هر هغه اقدام ته چمتو یو چې د غزني ولایت د اقتصادي پراختیا، ښاري نظم او سوداګریزو سیمو د تنظیم لپاره ګټور تمام شي.»

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت