د کرنې وزارت لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۹
د کرنې وزارت لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ریاست د ځمکو د تبادلې امر مولوی محمد فاروق امرخېل د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رييس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون درلود. د اراضۍ لوی رياست لخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د ا.ا.ا عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د کابل ولايت ده کېپک سيمه کې په (۵۵۵) جريبه ځمکه باندې د مړو لپاره د هدیرې د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رييس مولوي حمدالله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت ارشاد، حج و اوقاف
۱۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و مولوی محمد فاروق امرخیل، آمر تبادله زمین‌های ریاست انتقال و توزیع زمین‌ها، و مولوی حمدالله آخندزاده، رئیس عمومی اوقاف وزارت ارشاد، حج و اوقاف، در آن حضور داشتند، زمین رسمی به وزارت ارشاد، حج و اوقاف انتقال داده شد.
این زمین بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) از سوی ریاست عمومی اراضی به وزارت ارشاد، حج و اوقاف واگذار گردید. زمین یادشده به مساحت ۵۵۵ جریب در منطقه ده کیپک ولایت کابل موقعیت دارد و برای ایجاد هدیره (قبرستان) مورد استفاده قرار خواهد گرفت.
توافق‌نامه انتقال زمین میان مولوی محمد فاروق امرخیل، آمر تبادله زمین‌های ریاست انتقال و توزیع زمین وزارت زراعت، و مولوی حمدالله آخندزاده، رئیس عمومی اوقاف وزارت ارشاد، حج و اوقاف، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت