د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۸
د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د آفرین مؤسسې په همکارۍ تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه ځايي قومي مشرانو او ځوانانو لپاره یو ورځنی عامه پوهاوی ترسره شو.
په دې غونډه کې ګډونوالو ته د ځنګلونو طبیعي ارزښت، د ناقانونه قطع کولو منفي اغېزې او همدارنګه د اسلامي، قانوني او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد عامه پوهاوی د طبیعي سرچینو د ساتنې او د چاپېریال د خوندیتوب په موخه ترسره شوی، څو خلک د ځنګلونو د ساتنې په اهمیت ښه پوه شي او د ګډو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت