زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ فراه کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۳۳
زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ فراه کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (ډی،آر،سي) کمېټې او (راډا) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت  په مرکز کې پر یوشمېر کروندګرو د زعفران پیاز وېشلي دي.
د فراه د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر ۵۰ بزګرانو د زعفرانو پیاز، توره او سپینه سره او دغه راز د زعفرانو د کرکېلي او ټولولو توکي وېشل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکیلې دودل دي.
فراه د زعفرانو تولید لپاره مناسب اقلیم لري، چې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې د زعفرانو کرودې ښه پایله ورکړې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د خوست موسا‌خېلو کې د واټرشیډونو د جوړولو په پار پر کاریګرو توکي ووېشل شول

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د موسا‌خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

کابل کې د نیالګیو له تولید فارمونو څخه څارنه

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس، مولوي عبدالاحد خلیل، په کابل کې د نیالګیو د تولید له مرکزي فارمونو څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د زده کړیالانو د پرکتیک دورې په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د همکارۍ یاد. . .

بازگشت